1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوليسو يو افغان مهاجر په ډزو وواژه

۱۳۹۶ خرداد ۱۴, یکشنبه

د آلمان پوليس وايي چې په سويل کې يو افغان مهاجر وروسته له هغې د پوليسو په ډزو ووژل شو چې يو پنځه کلن ماشوم يې وژلی وو. په پيښه کې د ماشوم مور هم ډیره کلکه ټپي شوې ده.

https://p.dw.com/p/2e6jA
Symbolbild Gewalt in Flüchtlingslager
آرشيف انځورانځور: Imago

اسوشتيد خبري آژانس د آلمان د پوليسو له قوله خبر ورکوي چې د آلمان په سويل کې يو افغان سړي يو ۵ کلن روسی ماشوم وژلی دی. په دغې پيښه کې د ماشوم مور او ورور هم کلک ژوبل شوي دي.

د رپوټ په حواله، وروسته له هغې چې يو ۴۱ کلن افغان يو ۵ کلن روسی ماشوم په خپله ولکه کې راوست پر هغه يې د چاقو ګوزارونه وکړل چې د سختو ټپونو له وجې د پيښې په ځای کې ساه ورکړه.

د پيښې ځای ته د ډير شمير پوليسو تر رسيدلو وروسته افغان سړی هم د پوليسو لخوا په ډزو ووژل شو.  

د پوليسو پر وينا د پيښې په ځای کې له نښو نښانو داسې ښکاري چې تر مړ کيدو دمخه، کوټه کې د ناستو کسانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوي وي.

د وژل شوي ماشوم مور چې روسي تابعت لري هم په دغې پيښې کې سخته ټپي شوې چې روغتون ته رسول شوې ده.

د آلمان خبري آژانس هم په دې اړه رپوت ورکړی دي. د دغه آژانس په رپوټ کې ویل شوي دي چې دغه پيښه د شنبې په ورځ د جون ۳ مه د آلمان رګينسبورګ ښار ته نژدې ارنشوانګ سيمه کې رامنځ ته شوې ده. د رپوټ په حواله سمدلاسه داسې کوم اسناد او شواهد شتون نلري چې د پيښې د رامنځ کيدو لامل وښيي.

په رپوټ کې د افغان سړي د هويت په اړه څه ندي ويل شوي.

د وژل شوي ماشوم مشر ورور چې د پيښې ټول حال يې په خپلو سترګو ليدلی د روحي بد وضعيت څخه کړيږي.

تر دې مخکې هم په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کې د جنايي پيښو ځينې داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې د افغان مهاجرو ښکيلتيا په کې ښودل شوې ده.
 


پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.06.2016):