1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

آلماني پولیسو د ترهگرۍ په شک یو مهاجر نیولی

۱۳۹۶ خرداد ۹, سه‌شنبه

د آلمان د براندنبورگ پولیسو په اوکر مارک، کې یو ۱۷ کلن شکمن تندلاری نیولی دی. لومړنۍ څیړنې ښيي چې احتمالاً دغه شکمن کس په برلین کې یوه ځانمرگی برید پلان کړی وو.

https://p.dw.com/p/2dqcw
Symbolbild Polizei Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stein

یو ۱۷ کلن سوریایي مهاجر په براندنبورگ کې د ترهگرۍ په شک نیول شوی دي. ویل شوي دي چې دغه سوریايي ځوان احتمالا په برلین کې یو ځانمرگی برید پلان کړی وو. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې شکمن ترهگر د نیول کیدو په هکله خبر د دغه ایالت د کورنیو چارو وزیر کارل هاینڅ شورتر، په پوتسدام کې ورکړی دی. دغه سیاستوال د آلمان سوسیال دیموکرات گوند (اس پي دي) سره تړاو لری.

د شروتر په خبره د دغه شکمن کس په هکله یې د نورو ایالتونو څخه معلومات تر لاسه کړي وو. زیاته شوې ده چې چارواکو داسې نخښې نښانې موندلې وې چې دغه ځوان د ټولنیزې شبکې «وټس اپ» د یوه پیغام له له لارې خپلې مور ته د خپل احتمالي برید د پلان په هکله پیغام استولی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه کس په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته په غیر قانوني توگه سفر کړی او ځان یې د پناه غوښتونکي په توگه ثبت کړی دی. زیاته شوې ده چې له ۲۰۱۶م کال راهیسې دغه ځوان په اوکر مارک کې د کم سنه بې سرپرسته ماشومانو په یوه کمپ کې اوسیږي.

لا تر مخه د آلمان پولیسو په دې هکله خبرداری ورکړی وو چې په آلمان کې د ترهگریزو بریدونو احتمال شته. د دسمبر په میاشتې کې یوه تونیسی وگړي انس عامري، په برلین کې د کرسمس په یوه بازار کې پر خلکو لارۍ موټر ورځغلولی وو. په دغه پیښه کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او یو شمیر ټپیان شوي وو.

(afp, dpa)