1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوځ تر ۲۰۱۴ کال پوری په جنګي حالت کي پاتیږي

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه
https://p.dw.com/p/144jg

آلمان او د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان څخه د عسکرو د راوتلو له پاره د ناټو پر پلان باندي ټينګار وکړ. د آلمان او امريکا د دفاع وزيرانو توماس دېميزېر او لِيون پنيټا د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کي د خپلي ليدني کتني پر مهال ډاډ ورکړ چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به چي له افغانستان څخه راوزي، د جنګي عملياتو له پاره تياری ولري. دېميزېر وويل چي جرمني به خپل عسکر په کرار کرار له افغانستان څخه راوباسي او د جنګي حالت څخه به په کومکي حالت باندي تبديل سي، خو زموږ عسکر به تر پايه پوري د جنګي حالت له پاره تياری ولري.