1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوځ دطالبانو په جنګي تاکتيک کي تغيرات ويني

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

د آلمان د پوځ وزير فرانڅ يوزف يونگ له نظره، په افغانستان کې پر آلماني عسکرو باندي د پرون ترهگري گذار، په کوم کې چې د کندز په ولايت کې ددوی نظامي هډې ته نږدې، يو تن مړ او 4 نور زخمي شول ،

https://p.dw.com/p/Hhc6
د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونگ
د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونگانځور: AP

په لوی لاس پلان شوی ؤ . يونگ د پنجشنبې په ورځ د جرمني د برلين په ښارکې ژورنالستانو ته څرگنده کړه، چې دا پېښه افغانستان ته د جرمني د بهرنيو چارو د وزير فرانک والټر شتاين ماير له سفر سره کومه مستقيمه اړيکه نه لري .

يونگ وويل، «زه فکر کوم چې دا ډول ناڅاپه او جنايتي گذارونه د دې ښکارندوی دي، چې زموږ د عسکرو دنده، له ځاني خطرونو سره اړوند لرونکې د صلحي او امنيت لاس ته راوړلو وظيفه ده . خو دوی يې په جرمني کې زموږ د خلکو د امنيت په خاطر اجرا کوي .»

د تفتيش رئيس وولفگنگ شنايدرهان پرې ورزياته کړه، چې د آلماني عکسرو 39 کسيزه گزمه د کندز د ښار شمال ته دوه واره تر گذار لاندي نيول شوې ده . شنايدرهان ويلي دي، چې دا يو نظامي طرح شوی عمل وو.

د تفتيش رئيس وويل، کندز په تېرو کالونو کې کړکېچنه سيمه گرزېدلې، اودا خبره د پټولو وړ نه ده . د بنسټ پاله طالبانو حملو نظر و مخکې وخت ته بله بڼه نيولې ده . تر اوسه پوري د دوی تکتيک داؤ، چې وارکوه او تښته . خو اوس دا ډول بدل شوی دی .

د آلمان اردو به د چهارشنبې د ورځې دواړه گذارونه - يو د کندز جنوب ته ځان مرگي گذار اوبل د کندز شمال کې پر آلماني گزمه باندې حملې - په دقيق ډول سره څېړي، تر څو ورته څرگنده سي، چې آيا په رښتيا سره هم کوم اساسي تغير راغلی او که څنگه . په دې حملو کې ټول 9 تنه آلماني سرتيري ټپي شوي، له کومو څخه چې دوه تنه بايد جرمني ته د درمل په خاطر راوړل شي .

د يوه بل رپوټ له مخې د آلماني ځواکونو اتحاديې د خپل ملگري د مرگ په وير ژړلي دي . دوی ددغه عسکرکورنۍ او ملگرو ته خپله خواخوږي رسوي، کوم چې له خپل ټاټوبي څخه ليري مړ شو.

د آلمان د وسله والو ځواکونو د اتحاديې مشر ډگرمن اولريښ کيرښ Ulrich Kirsch ځان په افغانستان کې د چهارشنبې په ماښام د يوه جرمن عکسر پر مړينه باندې سخت غمگين وښاوه .

آلماني بريدگی د طالبانو سره په يوه نښته کې له منځه ولاړ. څلورتنه ملگري يې ټپي شول او په هم دغه ورځ تر غرمې دمخه ېوه بل ځان مرگي گذارپنځه تنه زخمي کړي وه .

د آلماني عسکرو پر گزمه باندي گذار يوه ناڅاپي حمله وه، چې د کومي پلانول او عملي کول نظامي پوهې ته ضرورت لري . کيرش ويلي دي، دا پېښي د دې څرگندويي دي، چې زموږ سرتيري تر کومو شرايطو لاندې خدمت کوي . هلته جنګ دی .

د لومړي ځل د پاره يو عسکر په مستقيمه نښته کې ووژل شو. په داسې حال کې چي دا د عسکرو او هغوی د کورنيو د پاره د ډير اهميت وړ کار دئ، چې سياست او ټولنه يې تر شا ولاړه وي .

د جرمني خارجه وزير فرانک والتر شتاين ما ير چي ددوهمي پيښي په وخت کي په کابل کي ميلمه ؤ، ډير خپګان ښوولی دی . او هغه يې غندلی دی .

افغانستان ته د شتاين ماير تر رسيدولږ دمخه هم په قندزکي پر يوي المانۍ ګزمې باندي بريد تر سره شوی ؤ،چي په هغه کي پنځه الماني عسکر لږڅه ټپيان سويدي . د اردو مقاماتو ويلي دي چي دالماني واحد يو زره پوښه موټر ته هم سخت تاوان وررسيدلي دي .

طالبانو په ډيري چټکتيا سره ددغه ګوزار مسؤليت پر غاړه اخيستی دی ،چه که څه هم داد هغوی دپروپاګند سره سمون لري،خو بيا هم معلومه نده چي داګوزارونه رښتيا افغانستان ته، د جرمني دخارجه چارو دوزير له سفر سره ارتباط لري اوکنه ؟

دقندز ولايت پدې منځ کي دالمان ترقوماندي لاندي ساحي له ټولو څخه ناکراري سيمي باندي بدل سويدی . تير کال هم هلته دګوزارونو له امله درې الماني عسکر وژل شوي وه .

AFPD/عارف وردگ/رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري