1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ځوانان د پرمختيايي مرستو په چوکاټ کي

۱۳۸۶ دی ۱۱, سه‌شنبه

په جرمني کي د نوي کال په پيلېدو سره د ځوانانو دپاره د پرمختيايي پروګرام په چوکاټ کي د خپلي خوښي نوي خدمات رامنځ ته کيږي.

https://p.dw.com/p/DKGU
نوموړي پروګرام هغه ځوانان چي عمرونه يي د اتلوسو څخه تر اته ويشتو کلنو پوري وي په برکي نيسي.
نوموړي پروګرام هغه ځوانان چي عمرونه يي د اتلوسو څخه تر اته ويشتو کلنو پوري وي په برکي نيسي.انځور: AP

دغه پروګرام چي د نړۍ په لوري نوميږي، داسي امکانات رامنځ ته کوي چي د ښوونځيو او يا مسلکي زده کړو تر پای ته رسېدو وروسته په مواقتي ډول په يو پرمختيايي هيواد کي کاروکړي. نوموړي پروګرام هغه ځوانان چي عمرونه يي د اتلوسو څخه تر اته ويشتو کلنو پوري وي په برکي نيسي.

د آلمان د پرمختيايي چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس به کارو اصلي ځای افريکايي هيوادونه وي. په اول کال کي به په دې پروژه کي تر درو زرو تنو پوري و دغو هيوادو ته ولاړ سي. په منځنۍ کچه په کال تر لسوزرو کار ځايو پوري پلان سوي دي. په دې هيوادونو کي دکار موده به د شپږو څخه تر څلور ويشتو مياشتو پوري دوام وکړي.