1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ښې اړخه گوندونه د کډوالو کړکیچ په خپله کټه کاروي

والکر واګنر۱۳۹۴ مهر ۲۳, پنجشنبه

داسې انگیرل کیده چې د پیگیدا، AFD او NPD په څیر ښې اړخه گوندونه د آلمان د تیر وخت پورې تعلق لري خو د دوی د پلویانو شمیر یو وار بیا مخ په ډیریدو دی. دغه گوندونه د مهاجرینو له ډیریدو څخه په خپله گټه استفاده کوي.

https://p.dw.com/p/1Gp0L
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

د آلمان له پاره بدیل یا د AFD ښې اړخی گوند اوس د مني عملیاتو خبره کوي چې دا یوه نظامي اصطلاح ده. دا گوند چې څو میاشتې مخکې یې په هکله فکر کیده چې نور نو تجزیه دی، یو وار بیا ډیر پياوړی شوی دی.

د یوې نوې نظر سنجې په حواله د دغه گوند پلویان په بایرن ایالت کې ۹ سلنه او په ساکسن ایالت کې ۱۳ سلنه ته رسیدلې دی. د براندنبورگ په ایالت کې د «آلمان له پاره بدیل» گوند مشر الکساندر گاولند، اوس یوازې په یو شعار نوې پلویان راجذبوي:« موږ هیڅ کله هم نه غواړو چې ستونزه حل کړو.»

دغه جمله په اصل کې د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل د هغو څرگندونو معکوس دی چې د کډوالو د کړکیچ په هکله یې ویلې وو: «موږ د دې ستونزې پر حلولو بریالي کیږو.» د دغه گوند غړي په ځانگړي توگه د آلمان په ختیځو ایالتونو کې همدا ډول یو احساس لري.

د «آلمان له پاره بدیل» گوند د یو ښې اړخه ولسي گوند په توگه په دغه سیمه کې د کډوالو پر ضد تبلیغ کوي. دغه گوند د مني د عملیاتو په نامه د کډوالو په هکله د حکومت د سیاست پر ضد مظاهرې کوي.

د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د ساکسن انهلت، راینلند فالس او بادن وورتمبیرگ په ایالتونو کې ټاکنې ترسره کیږي. ښې اړخو گوندونو سر له همدا اوس نه د مهاجرینو مسائله د خپل ټاکنیز کمپاین موضوع گرځولې ده.

د سړکونو پر سر د مظاهرو ویره

اوس مهال رښتیا هم دغه ویره موجوده ده چې د مهاجرینو پر وړاند به د خلکو احساس له منځه ولاړ شي. کډوالو ته د هرکلي کلتور په کراره کراه خپل ځای د کډوالو نه زغملو کلتور ته خالي کوي.

د دغې نوې نظر سنجي پايلې ښيي چې ۵۱ سلنه آلمانان وایې چې د کډوالو لوې بهیر انديښمن کړي دي. د هغو کسان لهجه چې د کډوالو په هکله د آلمان د صدراعظمې له سیاست سره مخالف دي نور هم له غوسې ډکه شوې ده. د برلین د آزاد پوهنتون پخوانی استاد پروفیسور هایو فونکه، په دې هکله وایې: «د ساکسن ایالت په مایسن ښار کې د لارو او کوڅو خلک وایي چې مهاجرین باید په هیڅ صورت دلته پاتې نه شي، که نه نو دوی به وویني چې دلته یې څه په نصیب کې کیږي. موږ هغوی له دې ځای څخه شړو. په دې ډول دا د سړک د غاړي د خلکو روزمره خبرې دي.»

د ساکسن انهلت ایالت د اساسي قانون د حفاظت ادارې هم دغه وضعیت لیدلی دی. ټولنپوه هاینس بووده، هم مسئولو ادارو ته خبرداری ورکوي چې ډیر شمیر آلمانان په پرله پسې ډول د ښي اړخه افراطي ډلو څخه چې کومه ویره او اندیښنه درلوده اوس یې له لاسه ورکوي.
پيگیدا ژوندۍ ده

د پیگیدا ښي اړخه گوند چې فکر کیده غیر فعاله شوې دی، یو وار بیا خپل فعالیت پيل کړی دی. د آلمان په درسدن او نورو ښارونو کې د پيگیدا د دوشنبې ورځې مظاهرې پخوانۍ خبره ده. همدا په روانه اوونۍ کې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر میاشتې په ۱۱ د پيگیدا ۹۰۰۰ پلویان د ساکسن ایالت په مرکز درسدن کې راټول شوې ول.

دوی د خپلو مظاهرو په ترڅ کې د آلمان صدراعظمه خاینه وبلله او کډوالو ته یې د «تنبله حیواناتو» په خطاب کولو سره د هغوې سپکاوی وکړ. په دې ډول یو وضعیت کې د «آلمان ناسیونال دیموکرات گوند» هم وده کړې.

د نظر پوښتنو له مخې که چیرې نن په ساکسن ایالت کې ایالتي ټاکنې ترسره شي، په دې صورت کې به دغه گوند په ډیرې سادگي سره تر پنځه سلنو ډیرې رایې ترلاسه کړي. د دې دلیل دا دی چې د«آلمان ناسیونال دیموکرات گوند» په دغه ایالت کې ډیر پلویان جذب کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب