1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:په افغانستان کي هم ملکيان او هم نيظاميان زموږ په ماموريت کي شک لري

۱۳۸۷ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د آلمان د شنو د گوند سياستوالو افغانستان ته سفر کړی دی تر څو د افغانستان وضع له نږدې څخه وګوری

https://p.dw.com/p/F0n1
په آلمان کي د شنو د ګوند د امنيتي چارو وياند وينفريد نختواي
په آلمان کي د شنو د ګوند د امنيتي چارو وياند وينفريد نختوايانځور: DW

د آلمان په پارلمان کي د نوموړي گوند وياندي کيرستين ميولر او وينفريد نختواي، چي د شنو د گوند د امنيت د چارو وياند دی، دواړو په کابل، مزار شريف او کندز کي د افغانستان د حکومت له استازو، د ملگرو ملتونو د کارکوونکو او د نادولتي ټولنو له استازو سره وکتل. مېرمن کرستين ميولر د افغانستان وضع هم ښه او هم خرابه بولي. د افغانستان په ځينو برخو کي وضع ښه سوې ده خو بيا هم امنيت ورځ په ورځ خرابيږي. د طالبانو د راپرځېدو څخه اووه کاله وروسته ډيري ستونزي لا موجودي دي.

ميرمن ميولر د ښځو حالت ته اشاره کوي او وايي:«ځيني خلګ حتی وايي چي د هغوی په اند د ښځو وضعيت لا پسي خراب سوی دی. دا په داسي حال کي چي هر څوک د زده کړي امکانات لري، ډيري ښوونځۍ هم جوړي سوي دي او هره دريمه نجلۍ مکتب ته ځي. دغه لاسته رواړني ډير ژر وسوې. خو په عيني وخت کي په کورونو کي زورزياتی هم ډير سوی دی. يوه لويه ستونزه دا ده چي په دغه برخه کي مرستندويه مرجعې نشته.»

د آلمان د شنو د ګوند استازي
د آلمان د شنو د ګوند استازيانځور: DW

اداري فساد هم يوه بله لويه ننگونه ده. ځکه نو د افغانستان خلک د حکومت په وړاندي نارضايتي ښکاره کوي. مېرمن ميولر او د هغې همکار وينفريد نختواي له غربي هيوادونو څخه غوښتنه کوي چي پر افغان ولسمشر حامد کرزي باندي نور فشار راولي. دواړه په افغانستان کي د آلمانان ماموريت ته خوشبينه دي.

افغانستان پېژندونکی وينفريد نختواي زياتوي:«تگلاره سمه ده. خو ډيرو غاړو، هم ملکيانو او هم نظاميانو راته وويل چي د آلمان د ماموريت په قاطعيت کي شک لري.»

ځکه نو دواړه سياستمداران د مامريت د ملکي برخي پياوړي کيدل غواړي. ځکه چي د نظامي عملياتو د لاري نه، بلکي د ملکي او سوله ييزو هلو ځلو د لاري ثبات ټينگيدای سي.

نوموړی زياتوي:«زموږ د سفر په ترڅ کي مو وليدل چي ځايي مرستي څومره اهميت لري. ځکه چي نه يوازي د بيلابيلو پراخو سيمو او ولايتونو تر منځ توپيرونه سته، بلکي هره دره هم د بلې په نسبت فرق لري، ځکه نو ځانگړي پوهي ته اړتيا ده.»

د نختواي، په وينا يوازي د قومونو د حالاتو په اړه دغه پوهه په سيمه کي د موجوده ستونزو په حلولو کي، مرسته کوي. نوموړی د يو څو ورځو دپاره د افغانستان په جنوب کي د کندهار ښار ته هم تللی و. د آلمان د ولس د دواړو استازو دغه سفر يو داخلي علت هم لري: د اکتوبرد مياشتي په منځ کي د آلمان پارلمان د آلمان د پوځي ماموريت پر سر بيا تصميم نيسي.