1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی عسکر مجبوره سوی چي په شخصي توګه زغره واخلي

۱۳۸۷ آبان ۱۲, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزير، فرانس يوزف يونګ، هغه ګوت نيوني ردکړي چي ګواکي په افغانستان کي آلماني سرتيري په سمو تجهيزاتو سبمال نه دي

https://p.dw.com/p/Fm56
يو المانی سرتيری
يو المانی سرتيریانځور: dpa - Bildarchiv

د آلمان د Koblenz په ښار کي د هغه هيواد له يوه پوځي روغتون څخه د ليدني کتني په وخت کي يونګ وويل :« اساساً زموږ تجهيزات ښه دي» په افغانستان کي په دې وروستيو وختوکي د يوه وژل سوي آلماني سرتيري پلار يوې آلماني ورځپاڼي، Super IIIu، ته په مرکه کي ويلي دي چي جرمني عسکر په افغانستان کي په سمو تجهيزاتو سمبال نه دي. هغه وويل، حتي د هغه زوی مجبوره شوی ؤ چي په شخصي توګه مرمي ضد يو واسکټ واخلي.

د آلمان د پارلمان د پوځ د چارو مسوول، Reinhold Robbe،په دې برخه کي په يوې پلټني لاس پوري کړي دی. په Wilhelmshaven کي د آلمان د سمندري ځواکونو له يوې هډې څخه د ليندني کتني په وخت کي، Robbe ، وويل : د آلماني عسکرو تجهيزاتو موضوع په اجندا کي نيول سوې ده. زه تفاهم لرم چي ولي د عسکرو خپل او خپلوان بايد انديښنه ولري.

د آلمان د دفاع وزير، يونګ، وويل: په دې کي شک نه سته چي په یوه یابله برخه کي سمونوالي ته اړتیا لیدل کیږي. يونګ د يو وژل شوي آلماني سرتيري دپلار ګوت نيونو ته په اشارې سره وويل چي دی به دا يوازنۍ موضوع چي ګواکي وژل سوي عسکر ځان ته په شخصي توګه د مرمۍ ضد واسکټ اخيستي دی تر څو د ځان ساتنه وکړي، تر پلټني لاندي ونيسي. خو هغه وويل چي په افغانستان کي آلماني سرتيري په څه د پاسه 700 مختلفو نقليه ساتونکو وسايلو سمبال دي.که چيري آلماني عسکر غواړي په افغانستان کي د خلکو اعتماد را خپل کړي، نو هغوی نه سي کولای چي تل په زره لرونکو نقليه وسايلوکي کښته پورته شي.

د دفاع وزير، يونګ وويل : له بلي خوا،هغه نه سي کولای چي د عملياتو په ډګرکي مسوولو کسانو هدايت ورکړي چي څه ډول نقليه ساتونکي وسايل په کار دي، دا د هغه چا دنده ده چي اړوندي ګزمې په لاره اچوي.»

د اکتوبر په 20 د آلمان دوه سرتيري او 5 افغان ماشومان د طالبانو په يو ځانمرګي بريدکي ووژل سول. يو بل سرتيری چي په دغه بريدکي ټپي سوي ؤ، د پنجشنبې په ورځ له روغتون څخه رخصت شو. دجرمني د دفاع وزير د جمعې په ورځ په هغه روغتون کي له دوو سرتيرو څخه ليدنه کتنه وکړه. دغه وروستي دوه سرتيري د اګست په 6 په کندوز کي سخت ټپيان سوي ول. يونګ يادونه وکړه چي هغوی اوس د مرګ له خطر څخه بچ سول، او روغتيايي وضيعت يې ښه دي. البته د بشپړي روغتيا لپاره هغوی د يوې اوږدې مودې درملني ته اړتيا لري.