1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان اتومي فاضله مواد بل هېواد ته نه استوي»

مسعود جهش (AFP، DPA، RTRE)۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه

د آلمان د چاپیریال وزیر هغه رپوټ رد کړی دی چې له مخې يې آلمان غواړي خپل اتومي فاضله مواد نورو هیوادونو ته واستوي. آلمان اوس د خپلو اتومي فاضله موادو د زېرمه کولو له پاره د یوه دایمي ځای په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/17EV5
انځور: picture-alliance/dpa

تر دې مخکې د Süddeutsche Zeitung په نوم یوې آلمانۍ ورځپانې ویلي وو چې آلمان غواړي خپل اتومي فاضله مواد نورو هیوادونو ته واستوي. خو د دې هیواد د چاپېریال وزیر پیتر التمایر، د دغې ورځپاڼې خبره په کلکه رد کړې او ویلي یې دي: «دا تر ټولو بې معنی خبره ده چې ما تر اوسه پورې اوریدلې ده. د آلمان په سیاستونو کې بدلون نه دی رامنځ ته شوی. په خاصه توګه بیا د چاپېریال د وزیر په توګه زما په سیاستونو کې.»

التمایر زیاته کړې ده چې د آلمان دولت اوس هم د خپلو اتومي فاضله موادو د ذخیره کولو له پاره پخپله په آلمان کې د یوه دایمي ځای په لټه کې دی. هغه ویلي دي: «هغه رادیو اکتیف مواد چې په آلمان کې تولیدیږي، هغه به په همدې هیواد کې ذخیره شي. موږ اوس د ګوندونو تر منځ په خبرو اترو بوخت یو چې د ټول آلمان په کچه د اتومي فاضله موادو له پاره یوه دایمې ‌زیرمه ولټوو.»

د اروپایي ټولنې د نوو وړاندیزونو له مخې د دغې ټولنې غړي هیوادونه کولای شي چې خپل اتومي فاضله مواد نورو هیوادونو ته واستوي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د چاپېریال وزیر وایي چې دغه وړاندیز له هغو هیوادونو سره د مرسته کولو له پاره شوی دی چې پخپله د اتومي فاضله موادو د زېرمه کولو امکان نه لري.

د اتومي فاضله موادو د دایمي زېرمې د موندلو له پاره لټه روانه ده

له څو کلونو راهیسې آلمان خپل اتومي فاضله مواد په مؤقتي ډول په «ګورلیبن» ښار کې زېرمه کوي. آلمان دغه ځای د یوې دایمې زېرمې په توګه هم په پام کې نیولی دی خو لا تر اوسه پورې په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د چاپېریال وزیر د تېر کال په نومبر میاشت کې وویل چې په «ګورلیبن» ښار کې به ټول څیړنیز فعالتونه د آلمان تر ټاکنو پورې وځنډول شي. تر دې مخکې دغې سیمې ته د اتومي فاضله مواد د راوړلو پر وړاندې مظاهرې شوې وې.

آلمان غواړي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې خپلې ټولې اتومي بټې چې انرژي تولیدوي وتړي. خو دا چې اوسني اتومي فاضله مواد به چیرې او تر کومو شرایطو لاندې ساتل کیږي، ښايي یوه اوږد مهاله ستونزه وي. ځکه ځینې «رادیو اکتیف مواد» تر زرهاوو کلونو پورې فعاله وي.