1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ نجوني داعش ته ښځي جذبوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

د يوه نوي راپور له مخي افراطي ډلي «اسلامي دولت» ته ډېري ښځي د آلمانۍ پېغلانو له خوا جذبيږي. او د مينځو په شان نيول سوي ايزدۍ ښځي داعش پر خپلو جنگياليو پلوري. له داعش سره د ښځو يوځای کېدل ورځ تر بلي ډېريږي.

https://p.dw.com/p/1FnbE
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د امنيتي چارواکو په حواله د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له پاره ورځ تر بلي د هغو نجونو شمېر زياتيږي چي د دغي ډلي له پاره تبلغ کوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په ماينز ښار کي رسنيو ته ويلي دي چي د هغو ښځو شمېر چي په ترور کي برخه اخلي تر متناسب اوښتی دئ. «په دې کي بيا تر ټولو زيات ځواني نجوني د يادولو وړ دي.»

د آلمان د راينلند فالتڅ ايالت د جنايي جرمنو ادارې د «WDR»، «NDR» خبري رسنيو او «Süddeutscher Zeitung» ورځپاڼي هغه راپور تائيد کړی دئ، چي يو شمېر آلمانۍ نجوني ښځو ته تبلغ کوي چي له «اسلامي دولت» ډلي سره يوځای سي.

د دغو رسنيو يوې تحقيقاتي ډلي څو مياشتي پلټني کړي چي ولي آلمانۍ نجوني له يوه آرام ژوند څخه په عراق او سوريه کي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره يو ځای کيږي.

دغو خبريالانو اوس دا موندلې ده چي داعش په آلمان کي د پېغلانو د جذبولو له پاره په ټول آلمان کي يوه ډېره پياوړې شبکه جوړه کړې ده. داسي يوه شبکه چي حتی د آلمان پوليس او د قانون ساتلو ادارې ماموران ئې پر وړاندي بې وسه دي.

داسي ويل کيږي چي تر اوسه پوري نزدې ۱۰۰ تنې آلمانۍ نجونو له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره د يوځای کېدو په موخه له هيواده وتلي دي.

دغه نجوني په هدفمنه توگه د داعش له ځوانو جنگيالانو سره د واده کولو له پاره په پام کي نيول کيږي. له هغه وروسته چي دغه نجوني جذب سي دوی بيا په نورو هيوادونو کي د نجونو په جذبولو پيل کوي.

ښځي په ۵۰۰ ډالره خرڅول

په لندن کي مېشت د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان وايي چي داعش د عراق ايزدۍ ښځي او نجوني چي د مينځو په توگه ئې نيولي دي په سوريه کي پر جنگياليو پلوري.

دغه سازمان ويلي دي چي داعش نزدې ۴۲ ښځي له ۵۰۰ څخه تر۲۰۰۰ ډالرو پوري پلورلي دي. دا هغه ايزدۍ ښځي دي چي تروريستي ډلي اسلامي دولت يو کال دمخه د عراق په شمال کي د دوی پر کليو باندي د يرغل پرمهال ونيولې او د ځانو مينځي ئې کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب