1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ ورځپاڼه: اوس هم تر ۳۰۰ ډېر آلمانيان څارل کیږي

آژآنسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

آلمانۍ ورځپاڼې « بلډ ام زونټاگ» په خپل یو تازه رپوټ کې لیکلي دي چې د «امریکا ملي استخباراتي اداره» د آلماني چارواکو تر څنگ د دغه هیواد د سیاستوالو او مهمو تجارتي شخصیتونو جاسوسي کوې.

https://p.dw.com/p/1BEKJ
انځور: imago/Sven Simon

دغه خبره د« بلډ ام زونټاگ» ورځپاڼې د خپلې یکشنبې د ورځې « دفبروۍ ۲۳» په گڼه کې کړې ده. د دغه رپوټ پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د آلمان د صدراعظمې انگلامیرکل د جاسوسۍ بندولو تر امر وروسته، اوس د امریکا ملي استخباراتي ادارې (NSA) د نورو لوړ پوړو آلماني چارواکو د څارنې بهیر گړندی کړی دی.

د« بلډ ام زونټاگ» په حواله اوس مهال په مجموع کې ۳۲۰ تنه آلماني اتباع تر څار لاندې دي چې په هغو کې لوړ پوړي چارواکي، سیاستوال او لوی متصدیان شامل دي. 

د ورځپاڼې په حواله دغه معلومات په آلمان کې د امریکا د ملي استخباراتي ادارې (NSA) یوه لوړ پوړي کارکونکي ورکړي دي. ورځپاڼه زیاتوې چې د آلمان پخواني د دفاع وزیر توماس ډیمیزېر، چې اوس د کورنیو چارو د وزارت دنده پرغاړه لري هم د هغو کسانو په کتار کې راځي چې د امریکا د استخباراتي ادارې له خوا څارل کیږي. 

ډیمیزېر د آلمان د لومړۍ وزیرې میرکل له ډیرو نږدې کسانو څخه شمېرل کیږي. « بلډ ام زونټاگ» د(NSA) د کارکوونکي له خولې لیکلي دي:« مونږ ته امر شوی دی، اوس چې په مستقیم ډول مونږ د میرکل جاسوسي نه شو کولای، له مونږ څخه باید هیڅ معلومات پټ پاتې نه شي».

«شرکتونه نه څارو»

د دغه رپوټ په غبرگون کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي:« د کومو کسانو چې نومونه نه دې اخیستل شوي، د هغو له خوا د دغو تورنو په هکله څه نه ويل کيږي.»

نوموړې آلمانۍ ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د اوباما د امنیتي سلاکار کایټلن هیډن، په حواله لیکلي دي:« امریکا دا واضحه کړې ده، چې معلومات داسې راټولیږي لکه له نورو ایالتونو څخه چې را ټولیږي». هیډن دا هم ویلې دي چې د واشنگټن له خوا د تجارت او کاروبار په برخه کې د گټې ترلاسه کولو په موخه شرکتونه نه څارل کیږي.

د رویټرز خبري آژانس د آلمان له پلازمېنې برلین څخه د رسېدلو رپوټونو په حواله لیکلي دي: « ټاکل شوې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر، د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.» 

تېر کال د امریکا د ملي استخباراتي ادارې د پخواني کارکوونکي اېډوارډ سنوډن، له خوا د(NSA) د څارنیزو پروگرامونو څخه تر پرده پورته کولو وروسته په ځانگړې توگه د دغې ادارې له خوا د آلمان د لومړۍ وزیرې د تلیفوني مکالماتو د څارنې په غبرگون کې د برلین حکومت داسې هڅې پيل کړي دي چې د واشنگټن له حکومت سره د استخباراتي همکاریو پروگرام ختم کړي. خو شټاین مایر ویره لري چې آیا دغه تړون گټور ثابتېدلې شي او که څنگه؟