1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغانستان ته 30 ميليونه نوره مرسته کوی

۱۳۸۷ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

برلين: المان د افغانستان د ملکي بيارغوني لپاره د نورو 30 مليونو يورو د ورکولو ژمنه کړيده. تراوسه پوری افغانستان ته د آلمان کلنۍ مرسته يوسلو څلويشت ميليونه ايرو وه.

https://p.dw.com/p/FEXn
يو افغان او يو جرمن خلکو ته مرسته کوی
يو افغان او يو جرمن خلکو ته مرسته کویانځور: AP

په دي ډول د المان حکومت سږکال په مجموعي ډول 170 ميليون يورو افغانستان ته ورکوي.

دغه تصميم نن د افغانستان په اړوند د آلمان د نوې پالسۍ يوه برخه ده، کومه چې نن په برلين کې د حکومت لخوا تصويب شوه. په راتلونکی کال کې به آلمان په افغانستان کې د ټاکنو له پروسې سره مرسته وکړی.
سر بيره پر دی به آلمان خپل نظامي شتون ته په افغانستان کې دوام ورکوی او د عسکرو شمير به تر څلورزرو پنځه سوو پوری رسيږي. د عسکرو دغه زياتوالۍ بايد د آلمان له پارلمان څخه هم تير شی.

د پرمختيايي مرستو د چارو وزيری ميرمن اناماري ويچوريک زويل د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير دادفر سپنتا سره د خبرو په ترڅ کي ويلي دي، چي دا پيسي به خلکو ته د خوراک د برابرولو اود کرني په چارو باندی ولګول شي.
په دی ورستيو کې د افغانستان په شمالي سيمو کې، چېرته چې آلماني عسکر ميشت دی، ورځ په ورځ امنيتي وضع په خراپيدو او آلماني عسکر هم د ځان وژونکي او راکتي حملو لاندی راغلی دي.

د المان په ګړندي نخبه پوځ باندي د دي اونۍ په سرکي د افغانستان په شمال کی څو ګوذارونه شوي دي. په مزارشريف کي د ګړندي بريد د واحد په يوه کتار باندی دوه ځلي بريدونه شوي دي. د دي خبر له مخي لمړي يو ځانمرګي ګوذار کونکي په کتار باندي بريد وکړ،چی په دي ترځ کي بريد کونکي مړ شوي اونورڅوک ټپي شوي نه دي. يوازي څوکيلومتره لري بيا په همدي کتار باندي د يوه پخپله جوړ شوي بم په واسطه بريد شوي. دغه بم په يوه بایسکل پوري چي د سړک پ غاړه درول شوي، تړل شوي و. د هغه د چاودلو له امله لږ څه مالي تاوان رسيدلی دي. د يکشنبي په ورځ سربيره پر دي په کندوز کي د الماني قواوو په قشلي باندي د توغندي يو بريد شوي، چي په انګړ باندي لګيدلي او کوم تاوان يي ندي رسولي.

د عسکرو شمير به تر څلورزرو پنځه سوو پوری رسيږي
د عسکرو شمير به تر څلور زرو پنځه سوو پوری رسيږيانځور: AP

دوه اونۍ مخکی په کندوز کې يو آلماني افسر مړ شو. په بله ورځ آلماني عسکرو په يو ملکي موټر باندی د فير کولو سره يوه ښځه او دوه ماشومان ووژل. عسکر وايي، چې د هوايي فيرونه څخه وروسته دغه موټر ونه دريد او ځکه مو فير وکړ.