آلمان اوس مهاجر بيرته هنګري ته نه استوي

د آلمان حکومت نه غواړي په حاضر وخت کې د دوبلين قانون له مخې مهاجر بيرته هنګري هيواد ته واستوي. آلمان دغه اقدام په هنګړي کې د مطمئن قانوني وضعيت د نه شتون له امله په نظر کې نيولی دی.

د آلمان فدرالي حکومت د دغه هيواد په پارلمان کې د کين اړخ ګوند د استازی اولا یلپکه، د غوښتنې په ځواب کې وليکل چې اوس هم له هنګري څخه د (د دوبلين لايحې له مخې د مهاجرو د بيرته ليږد په موخه) رسمي غوښتنې کيږي خو څيړنو ښولې چې دغه هيواد ته د مهاجرو بيرته استول يوازې په يو محدود چوکاټ کې د امکان وړ دي.

د آلمان حکومت د ځواب پر اساس د اپريل مياشتې تر يوولسمې وروسته له آلمان څخه هيڅ مهاجر بيرته هنګري ته نه دی استول شوی.

د آلمان حکومت دغه سند د سه شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس په اختيار کې ورکړل شو. د آلمان د لومړي تلويزيوني چينل (اې.آر.دي) په دې اړه رپوټ خپور کړی دی.

د اروپايي اتحادېې کميسيون په می مياشت کې د دغه قرارداد د نقضولو له پاره پر هنګري باندې د اقامې دعوا کړې وه. دغه کميسيون د هنګري پر کړو وړو د نيوکې تر څنک وايي چې هنګري د مهاجرو له پاره د پناه غوښتنې لازم شرایط او امکانات ډير سخت کړي دي. پر دې اساس په هنګري کې تر نامعلوم وخت پورې په قيد کې د مهاجرو ساتل، له سيستماتيکو نيولو څخه کوم توپير نه لري.

تر دې مخکې آلمان د ورته دلايلو له مخې يونان ته هم د مهاجرو د بيرته استولو څخه ډډه کړې وه.

د آلمان فدرالي حکومت د دغه سند يا ځواب پاڼې په دوام ليکلي چې هغه مهاجر چې په پام کې ده بيرته يونان ته واستول شي، په اړه يې د دوبلين لايحه په تدريجي توګه پیل شوې ده. خو د ۲۰۱۷ کال په دويمو درو مياشتو کې يونان ته هیڅ مهاجر نه دی استول شوی.

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟

د ژبې له لارې ادغام څومره بریالی دی؟

په آلمان دوه پردریمه برخه زیږیدلي مسلمانان له آلماني ژبې سره ستریږي. د کډوالو په مینځ کې یواځي يو پر پنځمه برخه وايي چې آلماني د هغوی لومړۍ ژپه ده. د ژبې مهارت په ټوله اروپا کې د نویو نسلونو په مینځ کې د ښه کیدو په حال کی ده. په آلمان کې ۴۶ سلنه مسلمانان وايي چې د دوی ملي ژبه د دوی لومړی ژبه ده. په اتریش کې دغه فیصدي بیا ۳۷ سلنه او په سویزرلند کې ۳۴ سلنه ده.

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟

آیا په اروپا کې مسلمانان له نورو سره ځان وصل شوی ګڼي؟

په فرانسه کې ۹۶ سلنه مسلمانان له خپل هیواد سره ځانونه وصل ګڼي. دغه فیصدي په آلمان کې په همدې کچه لوړه ده خو په سویس کې بیا دغه څه ۹۸ سلنه ته لوړ شوي دي.

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟

د اروپايي مسلمانانو په ژوند کې مذهب څومره ارزښت لري

د مهاجرت د ریښې لرونکې کورنۍ مسلمانان تر ټولو ډیر مذهبي تعهد لري کوم چې بیا نورو نسلونو ته هم انتقالیږي. په بریتانیا کې ۶۴ سلنه مسلمانان وايي چې دوی ډیر مذهبي دي. په اتریش کې دغه کچه ۴۲ سلنه، په آلمان کې ۳۹، په فرانسه کې ۳۳ او په سویس کې ۲۶ سلنه ښوول شوي دي.

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟

کوم شمیر مسلمان زده کوونکي لوړې زده کړې کوي؟

د معلوماتو له مخې، په آلمان کې د زیږیدلو مسلمانانو له ډلې څخه ۳۶ سلنه یې په ۱۷ کلنۍ کې خپلې زده کړې پای ته رسولي دي او لوړې زده کړې یې نه دي کړي. په اتریش کې هم دې ته ورته حال دی او ۳۹ مسلمانانو لوړې زده کړې نه دي کړي. بل لوري ته بیا په فرانسه کې د ښه تعلیمي سیستم د شتون له امله مسلمان زده کوونکي ځانونه په ښوونځیو کې ډير ثبتوي چې ښې پایلې هم لري له هرو یو یې ښوونځۍ له ۱۷ کلنۍ نه مخکې ترک کړی دی.

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟

د مسلمانانو څومره شمیر د کار په بازار کې دي؟

له ۲۰۱۰م کال مخکې آلمان ته د راغلو مهاجرینو له ډلې څخه نږدې ۶۰ سلنه یې اوس اته ساعتونه او ۲۰ سلنه یې نیمه وخت کارلري. دغه شمیر په دې هیواد کې نامسلمانانو له شمیرو سره نږدې دي. سربیره پر دې د اروپايي هیوادونو له ډلې څخه په آلمان کې زیات شمیر مسلمانان کارونه لري. په فرانسه کې د مسلمانانو د بې کارۍ کچه ۱۴ سلنه ده او د نامسلمانو کچه بیا یوازې ۸ سلنه ده.

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟

اسلام په کومه کچه د خلکو لخوا نه قبلیږي؟

په اتریش کې له هرو څلورو څخه یو نامسلمان نه غواړي چې مسلمان یې ګاونډی وي. دغه شمیر په بریتانیا کې بیا ډیر لوړ دی او ۲۱ سلنه دی. په آلمان کې ۱۹ سلنه، په سویس کې ۱۷ او فرانسه کې ۱۴ سلنه نا مسلمان نه غواړي چې مسلمانان یې ګاونډي وي. په ټوله کې مسلمانان په اروپا کې تر ټولو ډیر رد کیدونکې ډله گڼل کیږي.

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي او که نه؟

په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي خو قبول شوي نه دي

په دې انځور کې معلومات د بیرتلزمن د بنسټ له لوري چمتو شوي چې عنوان یې هم «په اروپا کې مسلمانان ادغام شوي خو قبول شوي نه دي» ورکړی دی. د دې سروې پایلې په آلمان، اتریش، سویس، فرانسه او بریتانیا کې شاوخوا ۱۰ کسان سروې شوي دي. په دې سروې کې هغه مهاجرین نه دي شامل چې له ۲۰۱۰م کال وروسته دې هیوادونه ته راغلي دي.

موږ تعقيب کړئ