1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او د ماشومانو له خوا د پوړني د په سرولو په اړه بحث

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱, شنبه

«تاسو ولې پوړنی نه په سروئ؟» دغه سوال هغه هلکان او شاګردان له ياسمين اوکوتانسوی څخه کوي چې ميندې يې پوړنی په سروي. اوکوتانسوی يوه ترکۍ مسلمانه ښځه ده چې د آلمان په بن ښار کې د انګليسي ژبې او د اسلام د دين تدريس کوي.

https://p.dw.com/p/2wR8O
Schülerin mit Kopftuch
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

د ياسمين اوکوتانسوی په نظر بايد هر څوک د بل چا نظر ته په درنه سترګه وګوري او هيڅ کومه نجلۍ بايد دې ته مجبوره نه شي چې پوړنی په سر کړي. د هغې په نظر پوړنی په تېره بيا د کلتوري دلايلو له مخې رامنځ ته شوی او هر څوک يې په اړه کولای شي خپله تصميم ونيسي. خو شاګردانې يې په دې هکله څه وايي؟ اوکوتانسوی معلمه ده چې په ښوونځي کې يې تقريبا ۷۰ فيصده نجونې او هلکان مسلمانان دي. په هر صنف کې د هغې د اټکل له مخې تقريبا تر درو پورې نجونې پوړنی په سروي چې ځينې نجونې يې بيا د څوارلسو کلونو څخه کم عمر لري. د هغې د مشاهدې له مخې هغوی په خپله خوښه او رضا خپل پوړنی په سروي:

«هو، دغه کار محبوب شوی دی او پوړني په زياتېدو دي. هغه نجونې هم وينم چې ميندې يې زړوکی نه په سروي، خو دوی يې د اغوستلو تصميم نيسي او وروسته يې شايد بيا په سر نه کړي. هغوی د خپل نظر د قايمولو په پړاو کې قرار لري. نو ځکه يې تجربه کوي. هغه نجونې چې پوړنی په سروي، ځانونه سينګاروي هم، پوړنی هم ښايسته اغوندي او وېښته يې هم جګ او ښايسته جوړ کړي وي. ما ته داسې ايسي چې دغه دود اوس بيا موډ ګرځېدلی دی.»

کله چې د ياسمين اوکوتانسوی والدين په ۱۹۶۰ مو کلونو کې له ترکيې څخه آلمان ته راغلل، د ترکيې په مکتلونو، پوهنوتونو او اداراتو کې د پوړني په سرول منع ول چې دغه کار په آلمان کې مېشت پر ترکانو باندې هم تاثير لاره. اوس دغه حالت د هغې په خبره د تغييرېدو په حال کې دی. سربېره پر دې له عربي هېوادونو او شمالي افريقا څخه راغلې کورنۍ خپل خاص او بېل عنعنات لري.
د پوړني منع کول «د تطبيق وړ کار نه دی»

توماس بوېم هم په دې نظر دی چې «د هغو شاګردو نجونو شمېر په زياتېدو دی چې ټيکری په سروي». هغه د آلمان په ايسن ښار کې د ښوونکو د روزنې په انستيتوت کې د حقوقو استاذ دی چې معلمانو او د مکتبونو مديرانو ته ښوونه کوي. توماس بوېم وايي:

«په مکتبونو کې د ديني نفوذ او سمبولونو په هکله بحث او د مختلفو کلتورونو په وجه د اخلال کوونکو فکتورنو په هکله بحث، ډېر اهميت او مرکزيت لري. خو دغه بحث په دې پورې تړل چې آيا له څوارلسو کلونو د لږ عمر لرونکو نجونو له خوا د پوړني په سرولو مخه په اغېزمنه توګه نيول کېدای شي، که څنګه زما په نظر د دغسې تدابيرو يو مناسب او اصلي ټکی بايد نه وي.»

ياسمين اوکوتانسوی نه غواړي خپلو زده کوونکو ته ووايي چې څه بايد واغوندي او څه نه. د هغې په خبره هيڅوک مثلاً د مسيحي باپتيست کورنيو په برخه کې هم مداخله نه کوي، ځکه چې نجونې يې پتلونونه نه، بلکې تل اوږدې لمنې اغوندي. اوکوتانسوی په دې هکله وايي: «موږ دلته د دين او مذهب آزادي لرو او هر څوک خپله تصميم نيولی شي چې څه ډول جامې اغوستل غواړي.»

Yasemin Okutansoy, muslimische Islamlehrerin aus Bonn
د انګليسي ژبې او اسلام معلومه، ياسمين اوکوتانسویانځور: privat

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (29.11.2017):