1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او فرانسه له امریکا سره خبرې اترې کوي

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۲ آبان ۳, جمعه

فرانسه او آلمان غواړي له واشنگټن سره د استخباراتي اړیکو پر سر خبرې اترې وکړي. دغه پریکړه د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د تلیفون د څارل کیدو په اړه تر تورونو وروسته ونیول شوه.

https://p.dw.com/p/1A5xW
انځور: Reuters

د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د غونډې تر لومړۍ شپې وروسته د دغې ټولنې مشر هیرمن فن رامپوی، ويلي دي چې فرانسه او آلمان غواړي له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې اترې وکړي ترڅو دغه هیواد ته روښانه کړي چې استخباراتي ادارې یې کوم کارونه کولای او له کومو کارونو باید ډډه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي سازمان په اړه هغه وخت یو ځل بیا بحثونه تاوده شول چې د فرانسې «له موند» ورځپاڼي په یوه رپوټ کې وویل چې امریکا د تیر کال له دیسمبر میاشتې راهیسې بیا د روان کال تر جنوري پورې د ۷۰.۳ میلیونه فرانسویانو تلیفوني اړیکې څارلې دي. دغه خبره لا سړه شوې نه وه چې پر NSA باندې د آلمان د صدراعظمې د ګرځنده تلیفون د څارلو تورونه هم ولګول شول.

دا یوازې اروپايي هیوادونه نه دي چې د امریکا متحده ایالاتو پر څارنیزو پروگرامونو باندې یې نوې نیوکې کړې دي، ویل کیږي چې برازیل او مکسیکو هم په خپلو هیوادونو کې د NSA پر څارنیزو پروگرامونو باندې نیوکې کړې دي او هغه یې سخت غندلي دي.

د اروپايي ټولنې مشر ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د آلمان او فرانسې د خبرو اترو هدف د کال تر پایه پورې د استخباراتي اړیکو په برخه کې د یوه تفاهم رامنځ ته کیدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، خبریالانو ته ویلي دي چې د اروپايي ټولنې یوه ډله همدا اوس د امریکا متحده ایالاتو د څارنیزو پروگرامونو د څیړنې په برخه کې کار کوي. اولاند ویلي دي چې دغه ډله به له امریکا متحده ایالاتو سره پر څارنیزو پروگرامونو باندې د خبرو اترو لړۍ لا گړندۍ کړي.

په عین حال کې د آلمان صدراعظمې یوه خبري کنفرانس ته ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د څارنیز پروگرام په اړه پر روانې شخړې سربیره هم، هغه له دې خبرې سره موافقه نه ده چې اروپايي ټولنه دې له امریکا متحده ایالاتو سره د آزاد تجارت تړون وځنډوي.

دا په داسې حال کې ده چې میرکل د هغو تورونو پر ضد سخت غبرگون وښود چې وایي امریکا متحده ایالاتو د هغې گرځنده تلیفون څارلی دی. هغې په دې اړه له ولسمشر اوباما سره د تلیفون پر کرښه خبرې وکړې. میرکل همداراز د اروپايي هیوادونو دوه ورځنۍ غوندې ته تر رسیدو وروسته وویل: «د ملگرو تر منځ څارنه هیڅ د منلو وړ نه ده. موږ د متحدینو تر منځ اعتماد ته اړتیا لرو او دغه اعتماد باید بیرته رامنځ ته شي.»

میرکل روښانه کړه چې که د هغې د گرځنده تلیفون د څارنې خبره ثابته شي نو دا به د امریکا او آلمان تر منځ له اعتماد څخه ستره سرغړونه وي. هغې وویل: «موږ داسې متحدین یو چې له گډو ننگوونو سره لاس او گریوان یو. خو دغه شان ملگرتیا یوازې د اعتماد پر بنسټ رامنځ ته کیدای شي. زه غواړم دا خبره تکرار کړم چې د ملگرو تر منځ څارنه هیڅ د منلو وړ نه ده. زما دا خبره د ټولو آلمانانو په برخه کې صدق کوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب