1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان بايد د کندز د قربانيانو تاوان ورکړي»

احمدولي اڅکزی (Carla Christina)۱۳۹۱ اسفند ۳۰, چهارشنبه

په ۲۰۰۹کال په کندز کي د تيلو د دوو ټانکرو د تښتولو په پېښه کي چي يو شمېر اولسي خلک هم پکښې ووژل سول نن ئې د قربانیانو د کورنيو له خوا د آلمان له حکومت سره په بون ښار کي محاکمه پيليږي.

https://p.dw.com/p/180WI
Der Rechtsanwalt Karim Popal spricht am Donnerstag (01.09.2011) bei einer Pressekonferenz über die Klage der Geschädigten des Bombenangriffs in Kundus vom 4. September 2009. Bei dem Luftangriff vor zwei Jahren wurden etliche Zivilisten getötet und verletzt. Foto: Britta Pedersen dpa/lbn
Afghanistan Bombenangriff Bundeswehr Tanklaster Zivilisten Rechtsanwalt Karim Popalانځور: picture-alliance/dpa

پر دغو ټانکرونو باندي د آلمان پوځ په غوښتنه د ناټو له خوا هوايي يرغل وسو او تر ۸۰ تنو ډير ملکي وگړي پکښې ووژل سول.

د زيانمنو سوو اولسي خلکو وکيل کريم پوپل له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي وويل، چي د آلمان حکومت بايد د قربانيانو د کورنيو تاوان ورکړي.

دويچه ويله: ښاغلی پوپل د کندز د پيښي د څو قربانيانو وکالت تاسو پر غاړه اخيستی دی؟

پوپل: زه د ټولو زيانمنو سوو کسانو وکالت کوم. موږ دلته د ۷۹ عريضه کوونکو خبره کوو چي معنی يې دا نه ده چي د وژل سوو کسانو شمېر هم ۷۹ دی. د وژل سوو کسانو شمېر تر دې زيات دی. ځيني عريضه کوونکي داسي کسان دي چي د کورنۍ دوه، درې، څلور يا حتی پنځه کسان يې په دغه پېښه کي وژل سوي دي.

دويچه ويله: د وژل سوو کسانو په هکله تاسو څه راته ويلای سئ؟

پوپل: قربانيان ټول ماشومان او يا کمکي ځوانان ول، ولي چي دا د دوی له پاره په زړه پوري خبره وه چي د کور مخ ته يې په تيلو بار دوه ټانکرونه ولاړ ول او مفت تېل يې وېشل.

دويچه ويله: تاسو پر چا عريضه کړې ده؟

پوپل: په ملکي محاکمه کي عريضه کوونکي زموږ موکلان دي چي د قربانيانو د کورنيو غړي دي. عريضه د آلمان پر حکومت سوې ده، چي استازيتوب يې د دفاع وزارت کوي.

دويچه ويله: تاسو د هغه وخت د آلماني قومندان ډگروال گيورگ کلاين په هکله څه واياست؟

پوپل: د ښاغلي کلاين پر ضد محاکمه بېله دلايلو ودروله سوه او موږ ته د دغې دوسيې د کتلو اجازه نه ده راکول سوې. موږ په دې هکله د آلمان سترې محکمې ته عريضه کړې ده. ډگروال گيورگ د تېروتنو ډک عمل کړی وو. که څه هم چي امريکايي الوتکو هغه ته د ماخستن د اتو بجو څخه بيا تر بمبارۍ تر وخته چي پر شل کم دوې بجې تر سره سوه، عکسونه لېږدول او حال يې ورکاوه. کلاين دا ليدل چي اولسي خلک له سيند سره دي، هغه بيا هم د بمبارۍ امر ورکړ او په دې توگه يې د اولسي خلکو د وژل کېدو گواښ له پامه وغورځاوه.

دويچه ويله: د آلمان حکومت ولي بايد تاوان ورکړي؟ په جگړه کي خو دا عامه خبره ده چي ولسي کسان هم وژل کيږي.

پوپل: د قانون له مخي د آلمان دولت اړ دی چي تاوان ورکړي. په وسله والو کړکېچونو کي د قربانيانو د ساتني له پاره د ۱۹۴۹مېلادي کال د اگست د ۱۲مې نېټې د ژنيو تړون تر څنگ يو بل تړون هم سته. د نړۍ ټولو هيوادونو دغه تړون لاسليک کړی دی. د دغه تړون له مخي لاسليک کوونکو هيوادونو د جگړې په صورت کي ځان په دې مکلف کړی دی، چي د اولسي خلکو ساتنه به کوي او کله چي اولسي کسانو ته د زيان اوښتلو گواښ وي نو بيا جگړيز عمل درول کيږي. ډگروال کلاين په ښکاره توگه له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.