1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان به د شرایطو پر اساس له طالبانو سره اړیکې ټینګوي

۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبه

له هغه وروسته چې طالبانو هڅې پیل کړې چې نړیواله ټولنه یې حکومت په رسمیت وپیژني، آلمان وایي په راتلونکي کې له طالبانو سره د اړیکو له پاره ځيني شرطونه لري.

https://p.dw.com/p/40hoG
76. Generaldebatte der UN-Vollversammlung
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي: «هغه څه چې زموږ له پاره مهم دي، هغه د بشري حقونو خوندیتوب په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، یو ټولشموله حکومت او په ښکاره ډول له ترهګرو ډلو واټن نيول»

د حکومت د رسمیت پیژندلو له پاره د طالبانو هڅې

طالبانو ملګرو ملتونو ته خپل ځانګړی استازی سهیل شاهین معرفي کړی او غوښتنه یې کړې چې نوموړی باید د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ۷۶ غونډه کې چې همدا اوس په نیویارک کې روانه ده وینا وکړي.

شاهین له اسوشیتيد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ ټول هغه کارونه ترسره کړي چې یو حکومت ورته اړتیا لري او هیله من یوو چې ملګري ملتونه د یوه بې طرفه سازمان په توګه طالبان په رسميت وپیژني.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو همدې غوښتنې ته په اشارې سره ویلي دي: «زه فکر نه کوم چې په ملګرو ملتونو کې وینا به ګټوره وي. زما په نظر په دې برخه کې د پرمختګ مناسبه لاره نه ده.»

Russland | Taliban Delegation in Moskau
سهیل شاهین د طالبانو له خوا د افغانستان د نوي استازي په توګه ملګرو ملتونو ته ورپیژندل شوی انځور: Sergei Savostyanov/TASS/dpa/picture alliance

له طالبانو سره اړیکي مهمي دي

آلمان ویلي دي اړتیا ده چې له طالبانو سره یو ډول سیاسي خبري اتري وشي، ځکه اوس دوی د بشري مرستو د مسئول په توګه کار کوي او دا له تعامل پرته امکان نه لري.

د بهرینو چارو وزیر ماس ویلي دي: «دا سمه ده چې موږ له طالبانو سره خبرې کوو او د دې له پاره مو ځیني کانالونه په وروستیو اونیو کې جوړ کړي دي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې د جي ۲۰ غونډي ته په ویډیویي کنفرانس کې هم پر ورته موضوعاتو ټینګار کړی وو او د افغانستان موضوع یې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې خورا لویه ننګونه وګڼله.

نړیوال قدرتونه په افغانستان کې د یوه پایداره دولت غوښتنونکي دي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړو هیوادونو له طالبانو غوښتي دي چې په دولت کې مشارکت ډېر کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو گوترش وویل: «امنیت شورا یو باثباته افغانستان غواړي چې په هغه کې بشري مرستې پرته له توپیري چلن وویشل شي.»

نوموړي وویل: «نړیوال قدرتونه د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې پکې د ښځو او نجونو حقونه خوندي وي، د ترهرګرو ځاله نه وي او د ټولو قومونو په ګډون يو ټولشموله حکومت ولري.»