1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان بې پيلوټه پوځي الوتکي رانيسي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۷, سه‌شنبه

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیميزیر د «یورو هوک» په نوم اکتشافي بې پیلوټه الوتکو د رانيولو پروژې پر دریدو سربیره، هم د خپل هیواد پوځ ته پوځي بې پیلوټه الوتکي رانیسي.

https://p.dw.com/p/18fRw
HANDOUT - A U.S. Air Force MQ-1 Predator unmanned aerial vehicle assigned to the California Air National Guard's 163rd Reconnaissance Wing undergoes a postflight inspection at the Southern California Logistics Airport in Victorville, Calif., Jan. 7, 2012. (U.S. Air Force photo by Tech. Sgt. Effrain Lopez/Released) (zu dpa 0134 "US-Drohnenkrieg: Obamas offenes Geheimnis" am 08.02.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Drohne Drohnenkrieg Deutschland De Maiziereانځور: picture alliance/dpa

آلمانۍ انترنيتي پاڼي«دیر شپیګل» ویلي دي چې په دې ترڅ کې آلمان غواړي په راتلونکو کلونو کې ۱۶ بې پیلوټه پوځي الوتکې رانيسي. د دغو الوتکو پنځه به یې په ۲۰۱۶ کال کې د آلماني پوځ په اخیتار کې ورکړل شي.

دیر شپیل دغه خبره د آلمان په پارلمان کې د SPD ګوند د جرګه ګۍ د هغو معلوماتو په حواله کړې ده چې هغوی د دفاع له وزارت څخه ترلاسه کړي ول.

د دغه رپوټ په حواله د آلمان د دفاع وزیر توماس دیميزیر، پر دې باندي ټینګار کوي چې پوځ یې باید په بې پیلوته الوتکو باندې سمبال شي. خو د آلمان د مسیحي دیموکراتانو ګوند دغه سیاستوال د بې پیلوټه الوتکو په واسطه هدفي وژنې ردوي.

شپیګل د آلمان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي لیکلي دي چې دغه وزارت غواړي د بې پیلوټه الوتکو عملیات د نورو پوځي عملیاتو په شان د نړیوالو قوانیو او په خاصه توګه د بشري حقونو په پام کې نیولو سره عملي کړي.

امریکا له بې پيلوټه الوتکو څخه په افغانستان او پاکستان کي د طالبانو او القاعدې د څپلو له پاره کار اخلي
امریکا له بې پيلوټه الوتکو څخه په افغانستان او پاکستان کي د طالبانو او القاعدې د څپلو له پاره کار اخليانځور: picture-alliance/dpa

په رپوټ کې راغلي دي چې د بې پيلوټه الوتکو د رانيولو په برخه کي به د آلمان د بیلابیلو وزارتونو پر غوښتنو باندې د می میاشتي پر ۲۹مه نیټه د دغه هيواد په کابینه کې پریکړه وشي.

په دې اساس نو د آلمان پوځ د «پریدیتور» په نوم بې پیلوټه الوتکو له امریکایي شرکت او د هغه له رقیب اسرائیلي شرکت سره چې د «هیرون» په نوم بې پیلوټه الوتکې تولیدوي خبري اتري کوي.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت په رسمي ډول ویلي دي چې آلمان کیدای شي له دې هیواد څخه بې پیلوټه الوتکې رانيسي. د امریکا حکومت ویلي دي چې په دې اړه ئې په وروستیو وختونو کي یو رسمي لیک برلین ته استولی دی.

د آلمان د دفاع وزارت ویلي دي چې د پوځي بې پیلوټه الوتکو د رانیولو په برخه کې به له هغي ستونزي سره مخامخ نه شي چې د یوروهوک ډوله اکتشافي الوتکو د رانیولو په برخه کې رامنځ ته شوې وه. دیر شپیګل د آلمان د دفاع وزارت په حواله لیکلي دي چې د دغو الوتکو د رانیولو په بهیر کي يې موجود خطرونه تر ټولو ممکنه حد ته راکښته کړي دي.

د آلمان د دفاع وزارت د یورو هوک اکتشافي بې پیلوټه الوتکو پروژه دوې اوونۍ مخکې ودروله، ځکه د داسې الوتکو د رانیولو له پاره چې له اروپایي معارونو سره برابري وي له ۵۰۰ څخه تر۶۰۰ میلیونو اضافي یورو پوري اړتیا لیدل کیږي. د دې له پاره چې دغه الوتکې پر اروپايي معیارونو باندي برابري شي نو باید د هغوی نزدې۱۲۰بیلابیلې پرزې هم بدلي شي.

د آلمان د حکومت اپوزیسیون پر دیميزیر باندي نیوکه کوي چې د یوروهوک پروژه یې ناوخته او د ډیرو پیسو تر مصرفیدو وروسته درولې ده.