1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته تگ او بیرته ستنیدل

ناومي کنراد/شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

د آلمان حکومت د کډوالو د کړکیچ له پاره پر یوه اروپایې حل لارې ټينگار کوي. خو که غړي هیوادونه یو وار بیا خنډ جوړ کړي نو بیا به څه کیږي؟ برلین پر دې کار کوي چې څنگه کولی شي پناه غوښتونکي بیرته خپلو هیوادو ته واستوي.

https://p.dw.com/p/1Hn7r
انځور: picture alliance/dpa/S. Baltagiannis

د میاشتو میاشتو راهیسې په سلگونه زره مهاجر د مدیترانې او بالکان د هیوادونو له لارې آلمان ته د ځان رسولو هڅه کوي. په ورته وخت کې د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل د سوریې د شخړې د حل له پاره د یوه سیاسي حل لارې ترڅنگ تر ټولو په لومړي قدم کې د کډوالو د کړکیچ له پاره د یوه اروپایې حل لارې پيدا کولو په هڅه کې ده.

د دې هڅو په ترڅ کې د اروپا د خارجي سرحدونو د ټینگولو تر څنگ په اروپایې هیوادونو کې د کډوالو پر عادلانه ویش ټینگار کیږي. ټاکل شوې ده چې د فروري میاشتې په ۱۸ نیته د اروپایې هیوادونو حکومتي مشران سره د اروپا د سرمشریزې په غونډه کې د مهاجرو د کړکیچ د حل په برخه کې سلا مشورې وکړي.

خو د دغې سرمشریزې د بریالیتوب چانس ډیر کم لیدل کیږي. تر ټولو په لومړي قدم کې ختیځه اروپا د آلمان د صدراعظمې د هغه وړاندیز ډیر سخت مخالفت کوي چې له مخې د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې دې کډوال په عادلانه ډول وویشل شي.

همدارنگه د ثبت نام د لومړنیو مرکزونو د جوړیدو کار هم ډیر بطي روان دی. میرکل مخکې تر مخکې اعلان کړی دی چې د اروپا تر سرمشریزې وروسته به د مهاجرت سیاست په برخه کې تجدید نظر وکړي.

همدا اوس په برلین کې پر بدیلو لارو چارو فکر کیږي. د آلمان د مسیحي دیموکرات گوند د بهرني سیاست کارپوه رودریش کیزویتر د دوشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: که د اروپا سرمشریزه کومې نتیجې ته ونه رسیږي، نو آلمان به خپلو اروپایې همکارانو ته وښایې چې مهاجر یوازې د آلمان ستونزه نه ده.

رودریش کیزویتر: ممکن سرحدونه وتړل شي

رودریش کیزویتر وایې چې په دې توگه المان کولی شي د یوې لنډې مودې له پاره له اطریش او نورو گاونډیو هیوادونو سره د کډوالو پر مخ خپلې پولې وتړي. که آلمان خپل سرحدي پولي وتړي کډوال به د بالکان هیوادونو په مسیر کې راټول او په دې توگه به آلمان خپل اروپایې پارتنران يا ملگري په دې برخه کې عمل کولو ته مجبوره کړي.

کله چې په پسرلي کې آلمان د بالکان له هیوادونو سره خپله پوله پرانیستله له هغه وخت راهیسې بې شمیره مهاجرو دغه مسیر ته مخې او هره ورځ په سلگونو پناه غوښتونکي له دې لارې آلمان ته رازي.

د مهاجرو د شمیر کمولو په موخه د آلمان دولت پر نورو لارو چارو هم غور کوي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي: هغه افغانان چې په آلمان کې د قبلیدو هیڅ جانس نه لري هغوي به بیرته افغانستان ته واستول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب