1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د راتلو په تمه مهاجرو کورنيو زيات شمېر

۱۳۹۶ تیر ۱۹, دوشنبه

آلمان حکومت وړاندوينه کوي چې د ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره پورې سوريايي او عراقي کورنۍ به د ويزو په ترلاسه کولو دغه هيواد ته ورشي.

https://p.dw.com/p/2gHSY
Symbolbild Verschärfung des Asylrechts anlässlich des anhaltenden Zustrom s an...
انځور: picture-alliance/dpa/R. Peters

آلمانۍ ورځپاڼه «بيلد ام زونتګ» د آلمان د خارجه وزارت په حواله ليکلي، وړاندوينه کيږي چې د ۲۰۰ تر ۳۰۰ زرو پوري نور مهاجر به د ويزو په ترلاسه کولو دغه هيواد ته ورشي. آلمان دغه محاسبه د ورکړل شويو ويزو او د ويزو ترلاسه کولو له پاره د ورکړل شويو غوښتنليکونو له مخې کړې ده. د آلمان فدرالي ادارې په دې برخه کې په مشخصه توګه د سوريايي او عراقي کورنيو یادونه کړې ده.

حاضر دمه هغه کسان چې غواړي په آلمان کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي، مکلف دي چې په بهر کې د آلمان له سياسي نمايندګيو سره د ليدو له پاره څو مياشتي انتظار وباسي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه استازي د پارلماني کميسيون د غونډې پر مهال ويلي دي چې د عراق په اربيل ښار کې د آلمان له قونسلګري څخه د ويزو ترلاسه کولو له پاره د انتظار موده تر ۷ مياشتو او د لبنان په بيروت ښار کې تر ۱۲ مياشتو دوام کوي. هغه ويلي دي چې په ترکيه کې له دې برخلاف د انتظار موده په اوسط ډول يوه مياشت ده.

تر ټولو لويه ستونزه

د آلمان فدرالي دولت استازي په خپل رپوټ کې يادونه کړې ده چې: «له ۲۰۱۵م کال راهيسي اروپا او په ځانګړې توګه آلمان ته د مهاجرت تاريخي اړخونو، د آلمان د بهرنيو چارو وزارت، د کورنيو د الحاق په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی. پر ټولو هراړخيزو هڅو سربيره هغوی نه دي توانيدلي چې يوې مطلوبې او بشپړې قانع کونکې پايلې ته ورسيږي. په دې ترتيب، دغه اداره توانيدلې ده چې د مامورينو په زياتيدو سره د انتظار موده تر يو حده راښکته کړي».

د وړاندي کړل شويو معلوماتو پر اساس، د روان کال په لومړيو درو مياشتو کې شاوخوا ۱۷ زره کسانو ته، په آلمان کې له خپلو کورنيو سره د يو ځای کيدو په موخه ويزې صادر شوي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه شمير به نور هم لوړ شي.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د مهاجرو د چارو وياند لويسې آمتسبرګ «ولت ام زونتګ» ورځپاڼې ته وویل: «د سوريې او عراق د مهاجرو د کورنيو غړو د الحاق بهیر لا هم په ډيري سستۍ سره پر مخ ځي». هغه د مهاجرو د دوسيو د څيړلو په برخه کې د لا زياتو کارمندانو د ګومارلو غوښتنه کړې او دغه راز يې ويلي دي چې د ويزو په ورکړه کې دي نرمښت رامنځ ته کړل شي.

آمسترګ په پاې کې زياته کړې ده: «هيڅ دليل نه شته چې ولې په برلين کې د کورنيو چارو وزارت کارکونکي درخواستونه تر څيړنې لاندې نه نيسي».