1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د راغلو کډوالو ترمنځ به توپير وسي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

د کډوالو ډېرښت، سیاستوال دې ته اړ کړل چې پر دې موضوع سلا مشورې وکړي. د آلمان صدراعظمي انگلا مېرکل او د دغه هيواد د ۱۶ ایالتونو مشرانو پر دې باندي تفاهم کړی دی چې په راتلونکې کې به ایالتونو ته ډیري پیسې ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/1FjkV
انځور: picture-alliance/dpa/Marc Müller

د آلمان ایالتونه او ښاروالۍ داسي احساس کوي چې د کډوالو د منلو له کبله تر فشار لاندي دي. د ۲۰۱۵م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې۱۴۰زره کډوال آلمان ته راغلي دي او دغه شمیر مخ پر زیاتیدو دی. د آلمان د کډوالو چارو ادارو د اټکل له مخي سږ کال به دغه هيواد ته نزدې ۴۵۰ زره کډوال راشي.

دغه شمیر د تیر کال په پرتله دوه واري ډیر دی. د کډوالو د پالني او روغتیايي خدماتو له کبله د آلمان ۱۶ ایالتونه او ناحیې له مالي اړخه تر فشار لاندي راغلي دي.

د آلمان صدراعظمي په برلین کې د آیالتونو له مشرانو سره په یوه غونډه کې د دغي ستونزي په حلولو کې د ژر ملاتړ ډاډ ورکړی دی. څه موده دمخه د آلمان مرکزي حکومت، د کډوالو له پاره د یوه میلیارد یورو د ځانگړی کیدو خبره کړې وه.

پر دې سربیره د آلمان فدرالي دولت د هغو کډوالو د پنا غوښتني او په ټولنه کې د ادغامیدو پروسې د گړندۍ کیدو ملاتړ کوي چې په دغه هيواد کې د پاتېدو ښه لرلید لري. میرکل په خپلو څرگندونو کې پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې «د هغو کسانو چې له جگړې څخه تښتیدلي وي او خوندیتوب ته اړتیا ولري او هغه څوک چې دغه حق و نه لري، تر منځ باید توپیر موجود وي.»

د پنا غوښتنې د عریضو په هکله باید ژر پریکړه وشي

دغه پریکړه تر ټولو زیات د بالکان حوزې هیوادونو ته متوجه ده، چې آلمان ته د راغلو کډوالو کابو نیمایي برخه جوړوي. دغه خلک ډیر کم چانس لري چې د سیاسي تعقیب له کبله د کډوال په توگه وپیژندل شي، یعني دغه ونډه تر یوې سلني هم کښته ده. په پام کې ده چې هغوی بیرته ژر بیرته خپلو ټاټوبو ته واستول شي.

د زاکسن انهالت ایالت لومړي وزیر راینر هازلوف، په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د بیلگې په توگه په دې برخه کې د آلمان د فدرالي پولیسو ملاتړ ته اړتیا ده. صربستان، مقدونيا او بوسنیا او هرزگوینا د یوه قانون له مخي په هغه هيوادونو کې راغلي دي چې پکښې امن دی او دغه کار د پنا غوښتني د دوسیو په گړندیتوب کې مرسته کوي.

د آلمان د بایرن ایالت چې مشرتوب یې مسیحي سوسیال گوند کوي غوښتل چې البانیا، کوسوو او مونتینگرو هم په باامنو هيوادونو په درجه بندۍ کې راشي، خو دغه قانون د هغو ایالتونو چې سوسیال دیموکراتان، زرغون گوند او کیڼ اړخه پکښې واکمن دي، د مخالفت له کبله ناکام شو.

په تیر کال کې په آلمان کې د پنا غوښتنې عریضې ته رسیدگۍ په اوسط ډول اووه میاشتې وخت نياوه، چې اوس په تدریجي ډول د دغې مودې کمښت په پام کې نیول شوی دی. د دې کار له پاره د کډوالو او پناه غوښتونکو فدرالي اداره ۲۰۰۰ نوي کارکوونکي استخداموي. خو دغه کسان باید د نوو غوښتنلیکونو تر څنگ پر تیرو ۲۰۰ زرو دوسیو باندي هم کار وکړي.

په پام کې ده چې پر دې سربیره د پناه غوښتونکو له پاره د روغتیایي خدماتو په برخه کې بیوروکراسي هم راکښته شي. همداشان به په آلمانۍ ټولنه کې د ادغامیدو له پاره د آلماني ژبې کورسونه چې پخوا به یوزاي د اقامت لرونکو له پاره په نظر کې نیول شوي ول، اوس به هغو پناه غوښتونکو ته چې منل شوي نه وي، هم ورکول کیږي. خو د هغه له پاره لومړی شرط په آلمان کې د پاتېدو له پاره ښه لرلید دی، لکه د بیلگې په توگه د سوریې د جگړې کډوال.

په پام کې ده چې دغسې پناغوښتونکي د آلماني ژبې ۳۰۰ ساعته کورس تر لاسه کړي او تر منل کیدو وروسته بیا ۶۰۰ ساعته کورس. په دې کې د آلماني ژبې زده کول محوري ټکی دی.

د کډوالو ملاتړي مرستندوی سازمان «پرو ازول» خبرداری ورکړی وو چې په آلمان کې د پاتېدونکو او نه پاتېدونکو کډوالو په هکله وړاندوینه به د هغوی تر منځ د تبعیضي چلن سبب شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب