1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د ډيرو افغان ترجمانانو د تگ غوښتنليکونه رد سوي دي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

په افغانستان کي د آلمان د پوځ او نورو ادارو ډيری افغان محلي همکاران غواړي چي آلمان ته ولاړ سي. دوی وايي له هيواد څخه يې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره ځان په خطر کي دی. خو د دوی د ډيرو کسانو د منلو غوښتنليکونه رد سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Br8u
انځور: picture-alliance/dpa

په برلین کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چي په ټوليزه توگه د دوی ۹۷۶ تنو افغان همکارانو چي د آلمان له پوځ او نورو ادارو سره يې کار کړی په آلمان کي د اقامې غوښتنليکونه دوی ته سپارلي دي.

د کورنيو چارو وزارت په خبره له دې جملې څخه ۴۷۱ غوښتنليکونه رد سوي دي او تر ۲۰۰ زيات اوس ارزول کيږي.

په افغانستان کي يوشمېر افغانان د آلمان د دفاع وزارت يا بوندسوې او نورو وزارتونو سره د بېلگې په توگه د ترجمانانو په توگه کار کوي. له دوی څخه ډيری يې بيره ليري چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به له بهرنيانو سره د کارکوولو په خاطر مجازات سي.

هغه افغانان چي کولای سي آلمان ته سفر وکړي او هلته ژوند وکړي اوس له دې څخه ويره لري چي د کورنۍ نور غړي يې د وسله والو هدف ونه گرځي. د دغو کسانو له ډلي چي تر اوسه پوريې آلمان ته د تگ اجازه ترلاسه کړې ده ډيری يې ترجمانان دي، او هغوی اجازه لري چي يوازي خپله ماينه او کوچنيان له ځان سره بوزي.

د آلمان پر حکومت باندي په وارو وار نيوکي سوي دي چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي له افغانستان څخه د ځواکونو په راوتلو سره دوی خپل افغان محلي همکاران يوازي پريږدي. خو د آلمان مسئولو چارواکو پر دې باندي ټينگار کړی دی چي دوی د خپلو کارونو په اړه پوه دي او د خپلو محلي همکارانو په فکر کي دي. ويل کيږي چي د دغو افغانانو ډيری يې کولای سي چي له ۲۰۱۵ کاله په افغانستان کي د يوه بل نوي ماموريت په پيلېدو سره هلته بيرته مصروف سي.

د آلمان د ARD تلويزيون د «Report Mainz» مجلې د راپور له مخي يو شمېر هغه افغانان چي په افغانستان کي يې له آلمانانو سره کار کړی دی اوس دغه هيواد ته له قاچاقي لارو ځانونه رسولي دي او دلته يې د پناه اخيستني غوښتنليکونو اړونده ادارې ته وړاندي کړي دي. د هغوی په خبره دا کار يې ځکه کړی دی چي آلمان ته د راتگ رسمي پروسه يې ډېره اوږده ده.

په آلمان کي د پناغوښتني د ملاتړ سازمان ويلي دي چي په دغه هيواد کي د افغانانو پر پناغوښتنه باندي غور يو کال وخت نيسي. د دغه سازمان د رئيس مرستيال بيرند ميسوچ وايي: «د آلمان حکومت اوس هم د دغو افغان همکارانو يوه برخه د تير په شان بېخي يوازي پرې ايښي دي.» د هغه په خبره د آلمان حکومت پر خپلو هغو وعدو وفا نه ده کړې چي ويل يې هغه افغان محلي همکاران چي له خطر سره مخامخ دي آلمان ته د راتگ زمينه به ورته برابره کړي.

خو د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي برعکس هر هغه محلي همکار چي يې په افغانستان کي له گواښ سره مخامخ سوی دی د څو ورځو په موده کي يې هغه ته په آلمان کي د اقامت له پاره د ويزې په لاس راوړلو شرايط برابر کړي دي.