1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته سږکال د ۴ لکو کډوالو د راتگ اټکل کيږي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

سږ کال ښایي په آلمان کې د پناه غوښتونکو شمیر دوه برابره ډیر شي. په دې ترڅ کې د آلمان حکومت په ظاهري توگه د نزدې۴۰۰ زرو پنا غوښتونو د تر لاسه کولو اټکل کوي. د کډوالو د اقامات په هکله د جمعې په ورځ یوه غونډه هم کیږي.

https://p.dw.com/p/1FKkj
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان یو شمیر ایالتونو لا تر مخه ویلي دي چې سږ کال به د رسمي وړاندوینو په پرتله ډیر شمیر کډوال راشي. اوس د آلمان حکومت د ډيرو کډوالو د راتگ خبره کوي. د آلمان د پراختیایي چارو وزیر گېرد مولر، په مونشن کې آن تر ۴۰۰ زرو کډوالو د راتگ خبره وکړه.

هغه د بایرن له ایالتي کابینې سره تر خبرو وروسته وویل: «که چیرې موږ درې میاشتني شمیر حساب کړو، باید له ۳۰۰ زرو تر ۴۰۰ زرو پنا غوښتونکو اټکل وکړو.»

«دي وېلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د حکومتي کړیو په حواله لیکلي دي چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره داسې اټکل کوي چې ښایي د کال تر آخره پورې۴۰۰۰۰۰ کسان د پنا غوښتني عریضې وړاندي کړي. ويل شوي دي چې دغه شمیر به د تیر کال په پرتله دوه برابره ډیر وي. د کډوالو د هجوم علت پر نورو سربیره د سوریې کورنۍ جگړه او د عراق کړکیچ دی.

خو د کډوالو د ادارې یوه ویاند د آلمان خبري آژانس د یوې پوښتني په جواب کې ویلي دي چې دوی دغه شمیر نه شي تائیدولای. د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشتې کې د آلمان په نورنبېرگ ښار کې د کډوالو ادارې د کډوالو شمیر تر۳۰۰ زرو تنو اټکل کړ. د آلمان ایالتونه چې ځینو یې د کډوالو شمیر تر ۵۰۰ زرو اټکل کړی دی د ۳۰۰ زرو تنو شمیر پر اټکلولو باندي انتقاد کړی دی. هغوی د آلمان د مرکزي حکومت څخه د اقامت ځایونو په برابرولو کې په څرگند ډول د یوه پیاوړي ملاتړ غوښتنه کوي.

په دې هکله د جمعې په ورځ د آلمان په صدارت مقام کې د کډوالو په هکله یوه غونډه جوړیږي. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل دغې غونډي ته د آیالتونو ډیر شمیر استازي رابللي دي. په دغه غونډه کې به پر نورو سربیره مرستیال صدراعظم زیگمار گبرایل او همداشان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر هم گډون وکړي.

دغي غونډي ته د ناحیو استازي نه دي وربلل شوي، او پر دې کار باندې ښاري شوراگانو انتقاد کړی دی. د ښاري شوراگانو مشر اولریش ملای، له «راینشن پوسټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د ناحیو تجربې مرسته کولای شي او له هغوی سر هم باید خبري وشي.

د آلمان د پراخیتایي چارو وزیر گېرد مولر د یوه «تاریخي چېلنج» خبره کړې ده چې په وینا یې د څو لسیزو له پاره به ټولي سیاسي سطحې بوختې وساتي. هغه د کډوالو د چارو له پاره د اروپايي ټولني د یوه ځانگړي استازي او همداشان د اروپایي ټولني په ټولو هیوادونو کې د خواخوږۍ پر اساس د کډوالو د عادلانه ویش غوښتنې یو ځل بیا تکرار کړې.

مولر، له «افریقا سره د یوه نوي شراکت» خبره وکړه، څو د تېښتې د لاملونو پر ضد مبارزه وشي. هغه په ځانگړې توگه په اقتصادي اړیکو کې له پرمختگ څخه یادونه وکړه.

د کډوالو له پاره د اوسیدو د ځایونو د بیې لوړیدل د ایالتونو او ناحیو له پاره یوه ستره دنده ده. په تیر مني کې مرکزي حکومت د کډوالو د پالني له پاره د یوه میلیارد یورو د ورکولو ډاډ ورکړی وو.