آلمان ته مهاجرت، د ۳ شکمنو انساني قاچاق وړونکو محاکمه

د آلمان په تراون شتاين کي د ۳ سوريايانو محاکمه پېل سوه چي ورباندي د انساني قاچاق تورونه دي. پر دوی د زياتو مهاجرو د ترانسپورت تور لګول سوی دی.

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د جون ۲۷مه) د آلمان د تراون شتاين ښار په ايالتي محکمه کي د درو سوريايانو محاکمه پېل سوه. پر دغو درو کسانو تور دی چي د مهاجرت په تړاو يې د انسانانو په قاچاق کي برخه اخيستې ده.

د دوی پر۲ اصلي تورن کسانو تور دی چي په زياتو مواردو کي يې د قاچاقبرانو په مرسته انسان قاچاق کړي دي. پر دريم تورن کس تور دی چي د کښتۍ وان په توګه يې په مديترانه کي مهاجر ترانسپورت کړي دي. د کښتۍ د سفر په يو مورد کي چي تورن کس چلوله، له يوې بلي کښتۍ سره ټکر رامنځ ته سوی چي پکښې د کښتۍ ۱۳ سپارلي وژل سوي دي.

دا چي دغه محاکمه ولي د آلمان په بايرن ايالت کي کيږي، وجه دا ده چي د اصلي تورنو کسانو يو ۲۷ کلن ئې چي د سوريې د حلب ښار اوسېدونکی وو، د بايرن ايالت په بورګ هاوزن کي اوسېدلی دی. پر دغه کس تور دی چي د بل تورن ۳۴ کلن کس سره په ملګري يې په ۶ مواردو کي د مديترانيې له لاري د ترکيې له ايزمير سيمي څخه يونان ته انسانان قاچاق کړي ول.

پر دواړو اصلي تورنو کسانو تور دی چي د انسانانو د قاچاق له پاره يې داسي کښتۍ کارولې چي په سمندر کي د سفر جوګه نه وې. پر دغو تورنو کسانو تور دی چي هغوی به له مهاجرو څخه يو کس ته د کښتۍ چلولو دنده سپارله او په بدل کي به يې له هغه ‌څخه هغه د ۸۰۰ او ۱۲۰۰ تر منځ ډالره نه اخيستل چي له نورو مهاجرو څخه به اخيستل کيدل. په همدغه د کښتۍ چلونې په تور دريم کس تورن دی.

يو تور دا دی چي د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر مياشت کي يوه داسي ربړي کښتۍ چي پکښي ۴۶ انسانان سپاره ول، د يونان د ليسبوس پر لور روانه وه چي له يوې ترانسپورتي کښتۍ سره د ټکر په پېښه کي د ماشومانو په گډون ۱۳ سپارلي ووژل سول. پر دريم تورن کس باندي د دغې کښتۍ د چلولو تور دی.

په دغه محاکمه کي به ځيني مهاجر چي د يادو کسانو قاچاق کړي ول، شاهدۍ ادا کړي. تورن کسان د زياتو کلونو بند سزا سره مخامخ دي.
زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):

په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه

د ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتۍ د چهارشنبې په ورځ د هغو کډوالو مرستې ته ورسیده چې د کب نیوونکو په یوې وړوکې کښتۍ کې په مدیترانه سمندر کې په حرکت کې وه. په روان کال کې له ۴۰ زرو څخه ډیر کډوال له مدیترانه سمندر څخه ایټالیا ته لیږدول شوي دي.

په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه

دغه زړه کښتۍ هغه وخت چپه شوه چې کډوال یې یوازې یوې خوا ته راټول شول. ځینې کډوالو ځانونه له کښتۍ ځانونه سمندر ته اچولي وو. ډیر کډوالو د ژغورنې واسکټونه هم په تن کې لرل.

په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه

د کښتې تر چپه کیدو وروسته په هغې کې سپرو کسانو په سمندر کې لامبو پیل کړه. د ایټالیا سمندري ځواکونو ویلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه

یوې بلې کښتۍ هم له کډوالو سره د مرستې په موخه سیمې ته یوه څرخي الوتکه استولې ده. هغوی کډوالو ته د ژغورنې واسکټونه ورسول.

په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې په روان کال کې لږ تر لږه ۱۳۷۰ کسان اروپا ته د رسیدو پر لاره په اوبو کې ډوب شوي دي.

په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه

د ایټالیا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې په ټوله کې ۵۶۲ تنه کډوال له دې ډوبیدونکې کښتۍ څخه ژغورل شوي دي. اروپايي چارواکي اندیښنه لري چې د هوا له ګرمیدو سره ښایي ډیری کسان د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه وکړي.

په مدیترانه کې د کډوالو د کښتې د ډوبیدو انځورونه

چارواکي وایي چې د کډوالو په مخ د بالکان هیوادونو د لارې تر تړل کیدو وروسته اوس ډیری پناه غوښتونکي د مدیترانې له لارې اروپا ته رسیدو هڅه کوي.


 

موږ تعقيب کړئ