1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته په يوه مياشت کي ۷۹۰۰۰ پنا غوښتونکي راغلي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۹, جمعه

د آلمان د بايرين ايالت د ټولنيزو چارو وزارت وايي چي د روان کال په جولا مياشت کي دومره پناه غوښتونکي وررسېدلي دي چي هيڅ وخت ئې ساری نه وو. په دوی کي تر ټولو ډېر له جنگ ځپلو هيوادونو دي چي افغانستان هم پکښې شامل دی.

https://p.dw.com/p/1G80T
انځور: DW/N. Jolkver

د بايرين ايالت د ټولنيزو چارو وزيري اميليا مولر، د جمعې په ورځ په مونشن کي ويلي دي چي آلمان ته بل هيڅ وخت په يوه مياشت کي په دغه اندازه پناه غوښتونکي نه ول راغلي: «دا د پناه غوښتني په تاريخ کي تر ټولو لوی شمېر دئ.»

د آلمان د کډوالو او پناه غوښتني فدرالي ادارې رئيس مانفرد شميت ويلي دي چي دا يو «ريکارډ» دئ. هغه ويلي دي چي اوس تر ټولو ډېر له جنگ ځپلو هيوادونو لکه سوريې، عراق او افغانستان څخه پناه غوښتونکي راغلي دي.

د آلمان د کډوالو او پناه غوښتني ادارې تر دې دمخه په روان کال کي د ۴۵۰۰۰۰ پناه غوښتونکو اټکل کړی وو. اوس دوی غواړي چي د اگست مياشتي په پای کي خپل اټکلونه تازه کړي.

هغه ويلي دي چي په لومړی سر کي به له جنوبي اروپا څخه د راغلو کډوالو د «بيرته ستنولو» پروسې ته لومړيتوب ورکړل سي. کله چي يو پناه غوښتونکی له جنوبي اروپا څخه رارسيږي له څلور څخه تر شپږو اونيو پورئې بايد دوسيه وڅېړل سي.

هغه ويلي دي: «موږ غواړو لومړی د البانيا پر کډوالو تمرکز وکړو.» په څو اونيو کي يوازي له البانيا څخه تر ۳۰۰۰۰ ډېر کډوال راغلي دي.

شميت ويلي دي چي اوس د ۲۰۹۰۰۰ کسانو پر پناه غوښتنه باندي غور روان دئ. چي ۹۰۰۰۰ ئې له بالکان او ۴۰۰۰۰ له سوريې څخه راغلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب