1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان خپل عسکر د ترور په ضد د عملياتو څخه نه وباسی

۱۳۸۶ بهمن ۲۹, دوشنبه

د آلمان حکومت د يوه اخبار دا خبره، چې گواکی، آلمان به په افغانستان کې خپل عسکر د ترور په ضد د عملياتو Operation Enduring Freedom, OEF په چوکات کې له افغانستان څخه وباسی، رد کړل.

https://p.dw.com/p/DKG2
د آلمان خاص عسکر KSK
د آلمان خاص عسکر KSKانځور: AP

موږ په دې فکر کښې نه يو چې په ايساف او او ای اف کې اساسي بدلونونه راولوو. دغه خبره په برلين کې د آلمان د حکومت يو وياند وکړه او په دی اساس يي د «شپيگل» خبره رده کړله.

آلمان د ترور په ضد عملياتو Operation Enduring Freedom, OEF په چوکات، تر سلو خاصو عسکرو KSK پورې د افغانستان په جنوب او شرق کې په جگړو کښې هم گډون کولی شی.