1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان د ماموريت په وړاندي ژمنه لري

۱۳۸۹ فروردین ۱۴, شنبه

جنرال لايدينبرګر: «په دي برخه کي ښايي مونږ په بحث او مناقشو لاس پوري کړو چي ولي داسي وشول يا ولي هغسي، خو يوه خبره بايد څرګنده وي چي هغه قرباني چي دلته ورکولي کيږي هغه بايد ضايع نه شي.»

https://p.dw.com/p/Mmhz
د افغانستان په شمال کي د آيساف سيمه ايز قوماندان، آلماني جنرال فرانک لايدنبرګر
د افغانستان په شمال کي د آيساف سيمه ايز قوماندان، آلماني جنرال فرانک لايدنبرګرانځور: dpa

په کندز کي د آلماني سرتيرو د وژل کيدو په هکله د آلمان حکومت او په پارلمان کي د هغه مخالف ګوندونو خواشنيي څرګنده کړه. د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل په آلماني سرتيرو باندي د طالب ياغيانو حمله په کله وغندله او د وژل شوو سرتيرو د کورنيو له غړو سره يي خواخوږي څرګنده کړه.

د آلمان حکومت اعلان وکړ چي له داسي حملو سره سره هغه هيواد په افغانستان کي د خپل پوځي ماموريت په نسبت ژمن پاتي دی او په افغانستان کي د امن د ټينګښت لپاره به له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو عمومي قوماندان، بريد جنرال فرانک لايدنبرګر وويل چي آلماني سرتيري د کابو سل تنو ياغيانو تر حملو لاندي پريوتل.

لايدنبرګر وويل:

«آلماني سرتيري دا ماموريت لري چي له ولسي وګړو څخه ساتنه وکړي. د دغه ماموريت لپاره دوي ګمارل شوي ؤ چي سيمي ته لاړ شي او مينونه پاک کړي. هغوي باندي په ناڅا پي توګه حمله وشوه. مړي او ټپيان رامنځ ته شول.»

د هغه د وينا له مخي مړي او ټپيان په مزار شريف کي د آلمان ستري پوځي هډي ته وليږدول شول. دوه تپيان هلته تر درملني لاندي ونيول شول او سخت ټپيان آلمان ته وليږدول شول.

د آلماني قوماندان د وينا له مخی وروسته له هغي چي کابو سل طالب اورپکو پر آلماني سرتيرو حمله وکړه، د آلمان د پوځ نور ټولګي هغوي ته د مرستي لپاره واستول شول او جت جنګي الوتکو د نښتي په ډګر باندي الوتني وکړي، خو په ببماري يي لاس پور نه کړ.

په آلماني سرتيرو باندي دغه حمله په داسي وخت کي رامنځ ته شوه چي د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير، ديرک نيبل د افغانستان له شمال څخه ليدنه کتنه کوي. هغه دا حمله په افغانستان کي د آلمان د ماموريت لپاره يوه «توره ورځ» وګڼله: «مونږ ټول په دي باور يو چي دغی شرمونکي حملي يو ځل بيا ښکاره کړه چي د آلمان د سرتيرو ماموريت څومره سخت او له ګواښ سره مخامخ دي، نه يواځي د هغوي لپاره بلکه د آلمان د ملکي کار کونکو لپاره هم چي په دي هيواد کي خدمت کوي.»

خو د آلمان د پرمختيايي مرستو وزير وويل چي د هغه هيواد به افغانستان او د هغه ولس د تروريزم ضد جګړه کي يواځي پري نه ږدي.

وضعيت په کندوز کي چي پخوا د افغانستان له ډيرو مصوونو سيمو خخه شميرل کيده په وروستيو وختونو کي کړکيچن شوي دي. جنايي مجرمين او ياغيان دواړه په نا امنيو کي لاس لري. له دغي لاري د افغانستان جنوب خواته د ناتو او نړيوالو ځواکونو ته د اکمالاتو يوه برخه ليږدوله کيږي.

د افغانستان په شمال کي د آيساف سيمه ايز آلماني قوماندان جنرال لايدنبرګر وويل چي د غليم دغه ډول حملي د نړيوالو ځواکونو د برياليتوب مخه نيسي نيولي:

«په دي برخه کي ښايي مونږ په بحث او مناقشو لاس پوری کړو چي ولي داسي وشول يا ولي هغسي، خو يوه خبره بايد څرګنده وي چي هغه قرباني چي دلته ورکولي کيږي هغه بايد ضایع نه شي.»

جنرال لايدنبرګر زياته کړه: د اوړي له پيل څخه د آيساف آلمانی سرتيري په کندز کی خپله نوي طرحه د عمل په ډګر کي پلي کوي، هغه دا چي «وروسته له دي هغوي به په يوه سميه کي د يوي لندي مودي لپاره حضور ونه لري، بلکه له افغان امينتي ځواکونو سره په ګډه به له سيمي څخه ياغيان شړي، هلته به امن ټينګوي او هغه به ساتي او بيا به د بيا رغاوني کارونه پيل کيږي».

زابينه ماتاي/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي