1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د المپيک د لوبو د تحريمولو سره مخالف يو

۱۳۸۶ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

دآلمان دبهرنيو چارو پخوانی وزير هنس ديتريښ ګنشر له دې سره مخالف دی چي په چين کي دي داولمپيک پلان سوي لوبي تحريم کړای سي.

https://p.dw.com/p/DTtn
د آلمان پخوانی لومړی وزير هنس ديتريښ ګنشر
د آلمان پخوانی لومړی وزير هنس ديتريښ ګنشرانځور: AP

ګنشر دغه خبره نن په يوه راډيويي مرکه کړې ده او ويلي يي دي چي په 1980 ميلادي کال کي په مسکو کي اولمپيک دلوبو دتحريمولو څخه چي علت يي پر افغانستان باندي د شورويانو پوځي يرغل وو مطلوبه نتيجه نه وه ترلاسه سوې او دتبت دلانجې دحل په لاره کي به دغه اقدام يو غير اغېز من اقدام وي.