1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د بدخشان له مصیبت ځپلو سره مرسته کوي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د آلمان حکومت ویلي دي چې په بدخشان کې د ځمکې ښویدنې له وروستیو قربانیانو سره د مرسته له پاره یې یو میلیون یورو چمتو کړي دي. ناورین ځپلي تر شنه آسمان لاندې ورځې شپې صبا کوي او مرستو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1BusS
انځور: AFP/Getty Images

د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر گېرد مولر، د سه شنبې په ورځ برلین کې وویل چې د آلمان حکومت په بدخشان کې د وروستي ناورین له مصیبت ځپلو سره د مرستې په منظور د هر ډول ملاتړ له پاره چمتوالی نیولی دی. میولر چې د آلمان په ائتلافي حکومت کې د مسیحي سوسیال گوند (CSU) غړی دی وویل: «له دغې ویرونکي پیښې وروسته، اغیزمنو شویو کورنیو ته هیڅ نه دي پاتې او هغوی ژر تر ژره مرستو ته اړتیا لري.»

میولر یادونه وکړه چې د آلمان حکومت د بدخشان د مصیبت ځپلو له پاره سمدلاسه «یو میلیون یورو چمتو کړي دي» او دا پیسې به په نوموړي ولایت کې د بیا رغاونې او د طبیعې ناورینونو د مخینوي له پاره په مصرف ورسیږي.

په ژنیو کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پرون وویل چې په بدخشان کې «د ځمکې د ښویدو غمیزه ښکاره کوي چې د افغانستان په شمال کې په عمومي توگه طبیعي ناورینونه څومره زیات بشري او مادي تاوانونه اړولی شي.»

د خوراکي توکو نړیوال پروگرام WFP ویلي دي چې په اوسني وخت کې د بدخشان د ارگو د ولسوالۍ د آب باریک، د کلي په شا او خوا کې ۷۰۰ بې سر پنا کورنیو سره چې کابو ۴۹۰۰ خلک کیږي د خوراکي توکو مرسته کوي. نوموړی سازمان اندیښنه لري چې په بدخشان کې د داسې طبیعي ناورینونو دوام ښایي د کرهڼې ځمکې او د څارویو څړ ځایونه له منځه یوسي او له دې سره په سیمه کې د خلکو ژوند نور هم له خطر سره مخامخ شي. د خوراکي توکو نړیوال سازمان وایي چې په اوږده موده کې باید د ځمکې د ښویدو له امله د له منځه تللو کرهڼیزو ځمکو او څړ ځایونو له پاره بدیل وموندل شي تر څو خلکو ته د خوراکي توکو رسول په دوام داره توگه خوندي وساتل شي.

د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر، گېرد مولر
د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر، گېرد مولرانځور: picture-alliance/dpa

د څو ورځو سختونو بارانونو څخه وروسته د تیرې جمعې په ورځ له ځمکې ښویدنې سره د اب باریک، ټول کلی د خټو تر سیلاب لاندې شو او څه د پاسه درې سوه کورنۍ یې لاندې کړې او په زرونو خلک بې سر پنا شوي دي.

د خلکو له شکایتونو څخه وروسته حکومت پریکړه وکړه چې د خټو او ډبرو لاندې شوي جسدونه راوباسي. له ناورین څخه ژوندي پاتي شوي خلک وایي چې هغوی د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي دي او نه پوهیږي چې مړه دي او که ژوندي.

د اب باریک د کلي یو ژوندی پاتې شوی کس محمد بای، وایي: «زما د کورنۍ شپږ تنه تر خټو لاندې دي. موږ اوس په خیمو کې ژوند کوو. تر اوسه پورې له موږ سره اړینې مرستی نه دي شوي.» یو بله ژوندۍ پاتې شوې میرمن گل ناز، وایي: «موږ هر څه له لاسه ورکړل. مونږ خپل ځان د یو بل په مرسته وژغوره، خو زما د کورنۍ ډیری غړي مړه شول. اوس په دښته کې ژوند کوو.»

د سیمي اوسیدونکي وایي چې دغه طبیعي ناورین په خپل ډول کې بې سارې دی. د حکومت د وینا له مخې تر اوسه پورې یوازې د څه نا څه ۳۰۰ خلکو هویت تثبیت شوی دی چې په دې ناورین کې مړه شوي دي. «خو د مړو دقیق شمیر هغه وخت ښایي معلوم شي چې نور جسدونه راویستل شي او د هغوی هویت تثبیت شي.»