1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان د بن لادن په موندنه کي مرسته کړې وه»

آژانسونه۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

آلمانۍ مجلې «بلډ ام زونټاګ» په خپل يو راپور کي ليکلي دي چي د آلمان استخباراتي ادارې BND د القاعده د مشر اسامه بن لادن په موندلو کي مرسته کړې وه. دغه راپور د پاکستاني حکومت پخوانی دریځ تر پوښتني لاندي راوستلی دی.

https://p.dw.com/p/1FQz3
انځور: picture-alliance/dpa
د رسنيو د راپورونو له مخي د آلمان د استخباراتو بهرنۍ ادارې BND د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتو سره د اسامه بن لادن په موندلو کي مهمه مرسته کړې ده. د «بلډ ام زونټاګ» په نوم آلمانۍ مجلې په خپل يو راپور کي ليکلي دي چي د بن لادن په موندلو کي د BND معلوماتو کليدي رول درلود. د راپور له مخي د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI يو داسي چارواکي چي د BND له پاره يې هم اجنټي کوله، و آلمان ته معلومات ورکړل چي بن لادن په پاکستان کي دی.

د آلمان د استخباراتي ادارې له خوا دغه معلومات و CIA ته ورکول سول چي له کبله يې CIA په خپل دې شک کي چي بن لادن به په پاکستان کي وي، لا تقويه سوه. يادي امريکايي استخباراتي ادارې وروسته د ډېرو زياتو تخنيکي او نورو هلو ځلو وروسته د بن لادن تلاښ لا چټک کړ.

د «بلډ ام زونټاګ» د راپور له مخي د پاکستان امنيتي چارواکي په دې خبر ول چي اسامه بن لادن په پاکستان کي پټ دی. د دغه راپور له مخي پاکستاني چارواکي د بن لادن د پټنځای په هکله هم خبر ول. په دې توګه سره دغه راپور د پاکستان هغه رسمي دريځ تر پوښتني لاندي راوستلی چي ادعا کوي چي د بن لادن د شتون په هکله يې معلومات نه درلودل. پاکستان دا ادعا هم کوي چي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا په اېبټ آباد کي د بن لادن پر ضد د عملياتو په تړاو ورته مخکي له مخکي هيڅ معلومات نه ول ورکول سوي. د امريکايي پوځ ځانګړو عسکرو د ۲۰۱۱م کال د می مياشتي په دويمه نېټه په ځانګړو عملياتو کي اسامه بن لادن وواژه.

په پاکستان کي تليفوني تماسونه څارل کېدل

آلمانۍ مجلې ليکلي دي چي ‌BND د امريکا د متحده ايالاتو سره د بن لادن پر ضد د عملياتو د پېل څخه تر مخه هم استخباراتي کومکونه کړي دي. د بېلګي په توګه ويل سوي چي يادي آلمانۍ استخباراتي ادارې د پاکستان په شمال کي د تليفوني او برېښناليکي تماسونو څارنه کوله تر څو ځان ته معلومه کړي چي د بن لادن پر ضد د پلان سوو عملياتو په هکله خو به معلومات نه وي بربنډ سوي.

د آلمانۍ مجلې په راپور کي راغلي چي د بن لادن پټنځای د پاکستاني استخباراتو د ډبل اجنټ په مرسته نه، بلکه د بن لادن د يو قاصد له لاري پيدا سوی ؤ. د الکويټي په نوم دغه قاصد د ۲۰۰۷م کال راهيسي د استخباراتو له خوا څآرل کېدی. امريکايي استخباراتو هيله درلوده چي د هغه په مرسته به و بن لادن ته ورسيږي. د هغه وروسته چي امريکايي چارواکو ته روښانه سوه چي بن لادن د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته نژدې په اېبټ آباد کي پټ دی، نو يې د پوځي عملياتو له پاره چمتو والی نيول پېل کړ.
د پاکستان و پلازمېني اسلام آباد ته نژدې د اېبټ آباد په ښار کي د بن لادن پټنځای
د پاکستان و پلازمېني اسلام آباد ته نژدې د اېبټ آباد په ښار کي د بن لادن پټنځایانځور: picture-alliance/abaca
«بن لادن د ISI سره بندي ؤ»

د BND له خوا د بن لادن د موندلو په ترڅ کي د امریکايي استخباراتو سره د مرستي راپور په داسي حال کي خپريږي چي په آلمان کي ياد استخباراتي اداره تر سخت فشار لاندي ده. پر دغې تور لګول کيږي چي د امريکاي د ملي امنيت د ادارې NSA له پاره يې د اروپايي شرکتونو او سياستوالو جاسوسي کوله.

د دې څخه ترمخه د امريکايي ژورنالست سيمورهېرش يو داسي راپور خپور سوی ؤ چي پکښي د يو داسي امريکايي استخباراتي چارواکي له وينا معلومات ورکول سوي ول، چي نوم يې نه ؤ ښودل سوی. په دغه راپور کي اعدا سوې وه چي بن لادن تر څو کالو پوري د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI سره زنداني او سخت ناروغه ؤ. سميورهېرش ادعا کړې وه چي د پاکستان د استخباراتي ادارې يو کارکوونکي د ۲۵ مليونو ډالرو په بدل کي و امريکا ته د اسامه بن لادن پټنځای ښودلی ؤ. خو سپينې ماڼۍ دغه ادعاوي په کلکه توګه رد کړي وې.