1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د بن په دوهم کنفرانس کي سياسي ډلي ځای نه لري

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان خاص استازی وايي، د بن دوهمي غونډي ته سياسي ډلي نه دي ور بلل سوي، بلکي هلته به د دولتونو د استازو په کچه خبري اتري تر سره کيږي. ټاکل سوې دغه غونډه به د ډسمبر د مياشتي پر ۵ پيل سي.

https://p.dw.com/p/13A5e
د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی
د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانگړی استازیانځور: AP

ميشايل شټاينر د يکشنبې په ورځ ناوخته په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، دغه غونډه چي د افغان حکومت ډيري هيلي ور پوري تړلي دي، د حکومت ضد ياغيانو د استازو له شتون پرته جوړېدونکې ده.

ځينو سياست والو ويل، چي ياغي طالبان هم بايد دغي ناستي ته ور بلل شوي وای، خو شټاينر وايي، چي په دې کنفرانس کي اصلي موضوع د افغانستان سره د نړيوالي ټولني پر اوږدمهالي ملگرتيا را څرخي، او د سولي موضوع به ئې په بغل کي مطرح سي.

د ښاغلي شټاينر په وينا، د بن په دوهمه غونډه کي به زړې تيروتني نه تکراريږي.

هغه ويل تر ۲۰۲۴کال پوري له افغانستان سره د نړيوالو مرستي، د سولي بهير او همدا راز افغان ځواکونو ته د مسئوليتونو د ليږد مسلې د بن د دوهمي غونډي اصلي منځپانګه جوړوي.

« دا يوه دولتي غونډه ده، چي جرمني ورته دولتونه را غوښتي دي، نه سياسي ډلي، دلته به د حکومتونو په کچه خبري کيږي، د ډيرو ملکونو يو يو استازی به پکښي برخه ولري او مشري به ئې افغانان کوي. هغه په دې معنا چي د افغانستان دولت».

پتېيل سوې چي د بن د دوهم کنفرانس تر مخه به په قزاقستان کي د تماس ډلي د غړو هيوادونو د استازو تر منځ مقدماتي ناسته تر سره شي.

د ښاغلي شټاينر د وينا له مخي، چي د سيمي د هيوادونو د استازو په ګډون به د تماس په غونډه کي د بن د دوهم کنفرانس پر ترتيباتو، ګډون کونکو او د بحث وړ موضوع ګانو پر بېلا بېلو اړخونو خبري وسي.

همدا راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين وويل چي د بن د کنفرانس د ګډون والو نوم لړ جوړ سوی او افغان حکومت ئې د مشرتوب تر سره کولو ته پوره چمتووالی نيولی دئ.

جاويد لودين وويل چي دغي غونډي ته به سياسي ډلي نه را بلل کيږي، بلکي هلته به افغان ولسمشر د خپل ولس په استازي توب برخه اخلي.

په افغانستان کي د سياسي ايتلافونو له خوا د بن پر دوهمه غونډه له يوه سره نيوکي کيږي.

هغوی وايي، چي د دوی استازو ته بايد په کنفرانس کي د ګډون حق ورکړل شوی وای، ځکه د بن په لومړۍ غونډه کي هم د دوی په وينا يو شمېر با نفوذه او مقتدري څېرې له پامه غورځول سوي وې.

خو افغان او الماني چارواکي وايي، چي د بن په دوهمه غونډه کي به هيڅ راز نيمګړتياوي نه رامنځ ته کيږي او د افغانستان د راتلونکي په اړه به بنيادي بحثونه تر سره شي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل