1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خپل يووالي۲۱ کليزه لمانځي

۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبه

د آلمان د يوالي سږنی ټاټوبی ددغه هيواد پخوانۍ پلازمېنه بن ښار دی. دغه ښار ۲۲ کاله د مخه د فدرالي آلمان مرکز و. د آلمان ولسمشر کريستيان وولف دختيځ آلمان د اوسيدونکو له زوړتيا او سرښندنو څخه د دغه يووالي لپاره ستاينه وکړه.

https://p.dw.com/p/12koQ
د آلمان ولسمشر د خلکو په منځ کي
د آلمان ولسمشر د خلکو په منځ کيانځور: dapd

وولف وويل: « له نن څخه ۲۱ کاله مخکي په پخواني ختيځ آلمان کي خلک وتوانيدل، چي د بيلتون ديوال ړنګ کړي.»  وولف د آلمان د يو يوالي د جشن د لمانځني په خاطر د بن په ښار کي د کورنيو او ماشومانو په يوي لمانځني کي ګډون وکړ او دغه وينا يي وکړه.

 

هغه وويل: « خلک وتوانيدل چي خپل برخه ليک خپله په غاړه واخلي او زموږ هيواد بيرته سره متحد کړي.»

 

د آلمان د يو والي جشن په بن کي د بيتهوفن د موزيک له جشن سره چي د سپتمبر له نهمي را په دي خوا پيل سوی او د اوکتوبر تر لسمي پوري دوام کي، يو ځای سو. د شنبه په ماښام  د بيتهوفن جشن کي د عراق د ځوانانو د ملي ارکستر د موسيقي يوي ډلي د يو ځانګړي کنسرت په ورکولو سره يي د دغي جشن لمانځنه وکړه.

 

دغه کنسرت چي د دويچه ويله له خوايي بندو بست سوي ؤ، پر يو شميربهرنيو او آلماني ميلمنو سربيره د آلمان ولسمشر هم ګډون کړي ؤ. د عراق د کنسرت ارکستر له ځوانوعراقي عربانو اوکردانو څخه جوړسوی دی.

 

کريستيان وولف له دويچه ويله، آلمان ږغ راډيو سره په خپله مرکه کي د کلتورونو او ولسونو د نژدې کلو په موخه د موسيقي د نقش اهميت ته اشاره وکړه.

 

« دا د دي نښانه ده چي د عراق مختلف قومونه اوس يو د بل سره د ورور ګلوي اړيکي لري او بهرنۍ نړۍ ته دا پيغام ورکوي، چي هغوي که عربان دي او که کردان دوي سره يو دي او سره بيره پردې موزيک هغه ژبه ده چي ختيځ او لويديځ او د مختلفو ريښو خلکو سره يو ځاي کوي.»

 

دغه راز د آلمان د يوالي د جشن په مناسبت د دويچه ويله په مقر کي د يووالي جايزي په يوي غونډه کي ګټونکو ته ورکړل سوي. دغه جايزي هغو شخصيتونو او سازمانونو ته هر کال ورکول کيږي، چي د آلمان د ختيځ  او لويديځ په نژدې کولو کي هڅي کړي وي.

 

دغه جايزي پر درې برخو «ځوانان»، «کلتور» او «بشري» برخو کي ورکولي کيږي. د آلمان د يوالي جايزه په ټوليزه توګه  «15000» يورو ارزښت لري، چي د ګټونکو ترمنځ  ويشل کيږي.»

 

د آلمان د يووالي د کاليزه په مناسبت د آلمان صدراعظمي انيګلا ميرکل، چي هغه خپله هم د پخواني ختيځ آلمان څخه ده د يووالي تيرو کلونو ته په اشاري سره وويل:« آلمانان کولای سي چي خپل يو والي ته په وياړ او مننه کتنه وکړي.»

 

هغې په دې مناسبت په خپلي اونيزي وينا کي، چي د انترنت له لاري خپريږي د آلمان د يووالي په پروسه کي د دغه هيواد د دواړو برخو د خلکو په ژوند کي د مثبتو او ښه بدلونو څخه يادونه وکړه.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل