1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نرسنګ په برخه کې بهرنۍ بشري قوې ته اړتیا لیدل کیږي

۱۳۹۶ بهمن ۱۴, شنبه

په آلمان کې د زړو کسانو د پاملرنې له پاره د بشري قوې کمښت په ډیریدو دی خو په دې تړاو په آلمان کې د روغتیايي پاملرنو د ټولنې استازو په اوږدمهاله کې د وضعیت د لا ډیر خرابوالي په هکله خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2s4VG
Symbolbild - Ältere Menschen in Behandlung
انځور: picture-alliance/chromorange/Media for Medical

د فدرال آلمان د روغتیا وزارت د موقتي شمیرو په اساس، په دې هیواد کې نږدې ۳.۳ میلیونه داسې کسان شتون لري چې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د آلمان نفوس هم په چټکۍ سره د زړیدو په حال کې دی، اټکل کیږي چې دغه شمیر به لا پسې ډیر شي. داسې انګیرنې هم شته چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د دې راز کسانو شمیر له څلورو میلیونو هم واوړي. دغه شمیر به په داسې حال کې لوړ شي چې دوی ته اړوند روغتیايي کارکوونکي شتون نه لري او دغه کمښت نن ورځ هم د آلمان په ټولنه کې احساسيږي.

د آلمان د کار د ادارې د شمیرو له مخې، د ۲۰۱۷م کال په مارچ میاشت کې د ټولو ۱۴ زره او ۶۰۰ داسې خالي کار ځایونو له پاره چې د زړو کسانو له پاره روغتیايي پاملرنې وړاندې کوي، یوازې ۳۰۰۰ کسانو د دې کار ځایونو له پاره نوم لیکنه کړې وه. داسې ویره هم شته چې دغه کمښت به په راتلونکې کې لا پسې پراخ شي.

د ناروغانو د ساتنې له پاره د څار د آلماني بنسټ له نظره، دغه هیواد به د روغتیايي کارکوونکو په برخه کې د ۲۰۰ زره بشري قوې له کمښت سره مخ شي. د «برتلسمن بنسټ» د یوې څیړنې په حواله، اټکل کیږي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به دغه شمیر ان ۵۰۰ زره کسانو ته لوړ شي.

Symbolbild - Ältere Menschen in Pflege
انځور: picture-alliance/dpa/H-J. Wiedl

ځوانان د روغتیايي کارکوونکو له دندې فاصله نیسي

په عین وخت کې لیدل کیږي چې ځوانان ډیره کمه علاقه لري چې د زړو کسانو د پاملرنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو په توګه کار وکړي. که چیرته دوی په دې برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي، او تر څو کاله کار وروسته له خپل دې کار څخه لاس اخلي، دا بیا د ستونزې بل اړخ دی چې آلمان ورسره لاس او ګریوان دی. په دې برخه کې کاري شرایط هم سخت دي او د آلمان په ټولنه کې له دوی څخه کم هرکلی او ستاینه نور لاملونه په ګوته کیږي.

په آلمان کې د ناروغانو د ساتنې په برخه کې د څار د آلماني بنسټ له مدیره پلاوي څخه اویګن برایش په دې هکله داسې توضیح ورکوي: «ډیری نرسان یا د روغتیايي پاملرنې کارکوونکې له خپل کار څخه لاس په سر کیږي، دا ځکه چې دوی د روحي او جسمي وړتیاو له [نهايي] حد سره مخ کیږي.»

د دې ستونزې په تړاو کمه تنخوا هم رول لري. په آلمان کې د مسلکي کار او د کار د بازار په برخه کې د انستیتیوت د څیړنې په اساس چې د جنوری میاشتې په نیمایې کې خپره شوې، د زړو کسانو د پاملرنې له پاره یو مسلکي روغتیايي کارکوونکی په میاشتینې ډول ۲۶۲۱ یورو معاش ترلاسه کوي. دغه کس اړ دی چې له دې پیسو څخه خپل مالیات هم ادأ کړي چې د نورو کارونو په پرتله په اوسط ډول ۱۶ سلنه کم دي.

په دې برخه کې بد وضعیت دا دی چې هغه کسان چې د زړو کسانو د پاملرنې په برخه کې یې روغتیايي مسلکي روزنې نه وي ترلاسه کړي، دوی بیا په میاشتیني ډول ۱۸۷۰ یورو ترلاسه کوي.

مهاجر د بشري قوي د بدیل په توګه

د پنجشنبې په ورځ کورنیلیا هاینتسه د آلمان رادیو سره په یوه مرکه کې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د اخراج موضوع ته په اشارې سره «له نرسنګ څخه د وتلو» خبره هم وکړه. د هغې هدف هغه کسان دي چې دلته په آلمان کې روزنه ترلاسه کوي او بیا بهرنیو هیوادونو ته د ښه معاش له پاره مهاجرت کوي.

دوی داسې ځایونو ته مهاجرت کوي چې هلته په دې برخه کې وضعیت څه نا څه ښه دی. د بیلګې په توګه دغه راز کسان زیاتره په لومړي ګام کې اتریش، سویس او یا هم سکندناوي هیوادونو مهاجرت کوي.

په عین وخت کې د روغتیا په برخه کې د کار کوونکو د کمښت مسله د آلمان د سترو ګوندونو ترمنځ د ائتلافي حکومت پر سر د خبرو یوه مهمه مسله هم ګرځیدلې ده.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: