1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د سیلانیانو له پاره په زړه پورې هیواد

دویچه ویله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۲ بهمن ۲۴, پنجشنبه

آلمان ورځې تر بلې د سیلانیانو له پاره د خوښې وړ ځای گرځي. په ۲۰۱۳ م کال کې آلمان ته په ټوليزه توگه ۷۰ مليونه سېلانيان له بهر څخه راغلي ول. له تیرو څلورو کلونو راهیسې آلمان ته د سیلانیانو شمیر په پرلپسې توگه زیات دی.

https://p.dw.com/p/1B86X
انځور: picture alliance/Oliver Berg

داسي بریښي چي په آلمان کي د سياحت سکتور گټور او مخ په پراخېدو دی. دا اټکل څوک د هغې څخه هم کولای سي کله چي د آلمان د کولون ښار د پخوانۍ کليسا د ودانۍ مخي ته هغه کسان وويني چي مخونه يې په فلزي رنگ ته ورته رنگونو رنگ کړي وي او د مجسمو تمثيل کوي. د دغې کليسا مخي ته آن اته، دغسي تمثيل کوونکي ليدل کېدلای سي چي سېلانيان ورسره انځورونه اخلي. دغه تمثيل کوونکي په باد او باران او په سړه هوا کي هم پر دغو ځايونو ولاړ وي او ښايي وجه يې همدا وي چي دغه تمثيل ورته په اقتصادي توگه گټور دی، ځکه چي خلک له دوی سره د انځور اخيستلو له پاره پيسې ورکوي.

دا د تعجب وړ خبره نه ده ولي چي د سياحت له پاره د آلمان مرکزي دفتر ارقام هم د دې پخلی کوي چي آلمان د سېلانيانو له پاره لا زيات زړه راکښونکی سوی دی. د دغو ارقامو له مخي په زياته بيا د آلمان د کولون «دووم» په نوم کليسا او د هغې د مخې ساحه د نړیوالو سيلانيانو له پاره ډېره په زړه پوري ده. د کولون د زړې کليسا تر څنگ د آلمان په برلين ښار کي د برانډنبورگر دروازه، د شوانشتاين ماڼۍ او د اروپا پارک په نوم د ساعت تيرۍ پارک يو د هغو ځايونو څخه دي چي بهرني سيلانيان یې لیدلو ته ورځي.

په روستوک کې د ختیځي بحیرې ساحل
په روستوک کې د ختیځي بحیرې ساحلانځور: picture-alliance/dpa

د احصاييو له مخي د تيرو لسو کلنو راهيسي آلمان ته د راتلونکو سېلانيانو شمېر مخ په زياتېدو دی. دا شمیر دومره زيات سوي دی چي يو شمېر خلکو ته دا هيله ورپيدا سوې ده چي آلمان به په اروپا کي د سياحت تر ټولو لوی هيواد وگرځي. خو ايا دا ممکنه ده؟

په آلمان کی د هوټلونو او مېلمستونونو د اتحاديې رئيسه اينگرید هارتگيس وايي چي د هغوی د بهرنيو سیلانیانو شمېر مخ پر زياتېدو دی چي یوازې د آلماني ښارونو څخه د ليدنې له پاره آلمان ته راځي. هغه وايي: «د لنډ سفر او لنډ استراحت مود زيات سوی دی. سېلانيان د اوونۍ په اخره کي د آلمان يوه ښار ته ورځي، هلته سندريزو ستيج ډرامو ته ورځي او د کلتوري ځايونو څخه ليدنه کوي. دغه مود مخ پر زياتېدو دی.»

يو حقيقت دا دی چي د سياحت په ډگر کي په سيالۍ بوخت هيوادونو کي آلمان د پرمختگ په حال کي دی. په ۲۰۱۳م کال کې آلمان ته يوازي د بريتانيې څخه ۳۵۰ زره سېلانيان راغلي ول. د دې تر څنگ د سويس، روسيې او پولېنډ څخه هم آلمان ته د سيلانیانو د راتگ شمېر مخ پر زياتېدو دی. د اروپا د احصائيو د ادارې «يوروستات» د ارقامو پر اساس آلمان د اروپايي ټولنې په هيوادونو کي د سياحت په ډگر کي شپږم ځای لري. له دې سره سره آلمان د بېلگي په توگه له هسپانيې سره چي پکښي هر کال کابو ۲۵۰ مليونه سېلانيان شپې تېروي سيالي نه سي کولای. هسپانيه په اروپا کي د سيلانیانو په راجلبولو کي تر ټولو مخکي هيواد دی او تر بل هر اروپايي هيواد ورته زيات سېلانيان ورځي.

آلمان ته د سيلانيانو د ورتگ څخه چي دغه هيواد ته کومه اقتصادي گټه رسيږي، په پرتليزه توگه د آلمان د بشپړه اقتصاد مهمه خبره نه جوړوي. د يوروستات د ارقامو له مخي سياحت د آلمان د خالص کورني توليد صرف ۱،۱ سلنه برخه جوړوي. حال دا چي کرويشيا او مالټا د بېلگې په توگه د سياحت له لاري د خپل خالص کورني توليد ۱۴ سلنه او هسپانيه ۴ سلنه برخه په لاس راوړي.

د برلین دیوال: د سیلانیانو د خوښې وړ پنځم ځای
د برلین دیوال: د سیلانیانو د خوښې وړ پنځم ځایانځور: picture-alliance/W. Steinberg

په آلمان کي د هوټل او مېلمستونونو د اتحاديې رئيسه، اينگريد هارتگيس، وايي چي آلمان ته د سيلانیانو د مخ پر زياتېدونکي راتگ يوه وجه هم د آلمان ښارونه دي. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې زياته کړه: «په ځانگړې توگه د آلماني ښارونو څخه د ليدني په سياحت کي زښت زياتوالی راغلی دی.» د هغې په وینا په زياته بيا برلين او هامبورگ هغه آلماني ښارونه دي چي د سېلانيانو په شمېر کي یې ډیر زياتوالی راغلی دی.

په آلمان کي د سياحت کوونکو د مخ پر زياتېدونکو شمېر يوه وجه په پرتليزه توگه ټيټ قيمتونه هم بلل کيږي. د بېلگي په توگه د برلين د هوټلونو يوه خونه اوسطا د شپې په ۹۰ يورو ده. حال دا چي په لندن کي دغه بیا په اوسط ډول ۱۷۰ يورو او په پاریس کې آن تر ۲۵۰ یورو څخه لا زيات دی.

خو په آلمان کي د خوراکي توکو او رستورانونو د کارگرو د اتحاديې غړی گيدو څايتلر، وايي چي دغه قيمتونه په دې ټيټ دي چي په آلمان کي د هغه په وينا پدغه ساحه کي کارگرو ته ټيټ معاشونه ورکول کيږي.