1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د شکنجود منع قانون څخه مو سرغړونه نده کړې

۱۳۸۶ اسفند ۱۷, جمعه

د آلمان د اساسي قانون د څارني اتحادي ادارې مشر Heiny Fromm دا شک او ترديد ردکړی دی، چي د آلمان امنيتي څانکو د نړيوالي ترهگرۍ سره د مبارزې په لړکې د کړولو او شکنجو د منع کولو د قانون څخه تېری کړی دی

https://p.dw.com/p/DLve
پيښ: امريکايانو ته د ضمار د ورسپارلو په کارکي آلماني څانگو علاقه درلوده
پيښ: امريکايانو ته د ضمار د ورسپارلو په کارکي آلماني څانگو علاقه درلودهانځور: AP

. د دې ډول احتمالونو څخه د استخباراتي خدمتونو په جرگه گۍ کي د مخالف اړخ استازي خبره کړې وه. دا اټکلونه دمشق ته د آلمان د استخباراتي څانگي د يوه مامور د سفر سره اړه لري.

هلته آلماني پلاوي د ٢٠٠٢ ميلادي کال د نوومبر په مياشت کي سوريايي اصله آلماني محمد ضمار څخه تحقيقات کول، چا چي د آلمان د اسخباراتو د معلوماتو د مخه، په هامبورگ کي د محمد عطا د ترهگري ډلي سره اړيکي درلودې. عطا يو د هغو کسانو څخه وو چي د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د مياشتي په ١١ ورځ يې امريکايي مسافر وړونکې الوتکه وتښتوله او او په نيويارک کي يي د نړيوال سوداگريز مرکزسره يي و جنګول.

د هغه پېښي څخه يو څو ورځي وروسته عطا، د آلمان د اساسي قانون د څارني د ادارې د معلوماتو د مخه، مراکش ته ولاړی، چېري چي بيا د ناڅرگندو دليلونو له کبله بندي او وروسته سوريې ته واستول سو. په څېړندونه جرگه گۍ کي د لبرالانو استازی Max Stadler په دې هکله شکمن دئ چي، د ضمار د سفر مخه نسوای نيول کېدای، لکه څنګه چي د اساسي قانون د څارني د څانگي مشر ادعا کوي.

د اساسي قانون د ساتني د ادارې مشر فروم وويل، ضمار د آلماني پوښتيدونکو د پوښتنو په موقع څرگنده کړه چي تر کم فشار لاندي نه وو نيول سوی. خو دا يې وويل چي هم په مراکش او هم په سوريه کي وهل سوی او تکول سوی وو.

د چپيانو پارلماني څارونکي نورمان پيښ د آلمان پر امنيتي خدمتونو باندي د بې خبرۍ تور پورې کوي او وايي:

(هر څوک په دې پوهېدل، چي د هغه څخه امريکايانو تحقيق کړی وو. او بيا ناڅاپه بېرته د شکنجې يوه جېل ته لودېلی وو. يو څوک که هلته د کوم جرم تر شک لاندې نه ليږل کيږي، نو بيا څرگنده ده چي ښايي د امريکايي استخباراتو ډېر ښه او د باور وړ ملگری وي.)

پيښ د خپل اټکل بنسټ د بهرنيو چارو د وزارت هغه رپوټ نيسي، چي وايي د ضمار د تحقيق تر وخته پوري په سوريه کي شکنجه رواج وه. کرست دموکرات او د جرگه گۍ مشر زيگفريد کاودر دا هسي اټکلونه بولي، چې گواکي امريکايانو ته د ضمار د ورسپارلو په کارکي آلماني څانگو علاقه درلوده.