1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د طالبانو د حملو سربيره خپل د چتک غبرگون عسکر له کندوز څخه ايستلی دی

۱۳۸۷ شهریور ۱۵, جمعه

برلين-کابل: د يوې آلمانې خپرونې په راپور کې رغلی دی، چې آلمان د طالبانو د حملو سربيره خپل د چتک غبروگون Quick Reaction Forces ضربتي عسکر له افغانستان څخه ايستلی دی.

https://p.dw.com/p/FC5j
د چتک غبرگون يو آلماني عسکر
د چتک غبرگون يو آلماني عسکرانځور: picture-alliance/dpa

د Berliner Zeitung ورځپانې ليکلی دی، چې د افغانستان د شمالی ولايت کندوز څخه دغه آلماني عسکر يوه مياشت مخکی ايستل شوی وو. ورځپانې دغه خبره په کندوز کې د امنيتی چارواکو په حواله سره کړی ده، چېرته چې تېره اونی يو آلماني افسر ووژل شو.

دوه مياشتې مخکې د آلمان د پوځ وزير فرانس يوسف يونگ افغانستان ته د لېژلو نه مخکې د چتک غبرگون عسکروسره مخه ښه کوی
دوه مياشتې مخکې د آلمان د پوځ وزير فرانس يوسف يونگ افغانستان ته د لېژلو نه مخکې د چتک غبرگون عسکروسره مخه ښه کویانځور: picture-alliance/dpa

هلته تر زرو پوری آلماني عسکر پای په ځای شوی وو، چې د چتک غبرگونه د عسکرو له ويستلو څخه وروسته د آلماني عسکرو تعداد د پنځه سوو نه تر شپږ سوو ته رسيږي.

د امنيتی چارو يو کار پو ه وايي: « د آلمان عسکر يوازی خپل ځان ساتي.»
د Berliner Zeitung ورځپانه زياتوی، چې په کندوز کې د آلمانانو نوې قوماندان ، له دغه دنډې څخه ځکه څه موده مخکې گوښه شو، چې ده غوښتل، تر څو د مزار شريف نه کندوز ته د پی آر تي د ساتلو لپاره لانور عسکر ورولېږل شي. د آلمان د فوځ وزير فرانس يوسف يونگ په دی اړوند ويلی دی، چې دغه قوماندان مو ځکه له خپلې دنډې څخه گوښه کړ، چې اعتبار يی له لاسه ورکړی و.