1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د عراق کردي ملیشو ته نوري وسلې ورکوي

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ بهمن ۱۰, جمعه

لکه څرنگه چې د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیر لاین زیگنال ورکړی د عراق په شمال کې د «پیشمرگه» کردي ملیشې به نوري وسلې تر لاسه کړي. همداشان د آلمان پارلمان هم د عراق کردي سیمي ایربل ته د روزونکو لیږل تائید کړي دي.

https://p.dw.com/p/1ETRp
Ursula von der Leyen bei Erbil 12.01.2015
انځور: Reuters/M. Gambarini

د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیرلاین په یوه تلویزوني مرکه کې پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې آلمان به د کردي ملیشو عاجله غوښتنه پوره کړي او په وینا یې د فبرورۍ میاشتې په نیمایي کې به د عراق شمال ته نوري وسلې او مهمات ورولیږي. د فون دیرلاین په وینا د نوو وسلو په لیږد کې بیا هم د «میلان» په نوم ټانک ضد توغندي شامل وي. تر اوسه آلمان د دغه ډول راکټونو ۳۰ سیستمه او ۵۵۰ توغندي د عراق شمال ته استولي دي.

فون دیر لاین په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د ټانک ضد راکټ توغندیو څخه کردي ملیشې د چاودیدونکو موادو ډکي هغه لارۍ له منځه وړای شي، چې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له خوا د «گرځنده بمونو» په توگه کار اخیستل کیږي. د فون دیرلاین په وینا د هغې په مقابل کې بهتره خوندیتوب «د ځواکونو د مورال له پاره خورا زیات مهم دی».

همداشان د پنجشنبي په ورځ د آلمان په پارلمان کې د مسیحي دیموکرات، مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکراتانو حکومتي فراکسیونونو په اکثریت سره د عراق شمال ته د وسلې پلان شوی لیږد تائید کړ، خو پرته له دې چې استازي په دقیقه توگه پوهه شي چې د عراق شمال ته کومي وسلې لیږل کیږي او په څومره شمیر کې لیږل کیږي. خو حکومت په دې هکله لا پریکړه نه ده کړې.

د آلمان حکومت د «پېشمرگي» په نوم کردي ملیشو ته تر اوسه پوري د ۷۰ میلیونه یورو په ارزښت وسلي لېږلي دي. د خبري آژانسونو د رپوټونو پر اساس په هغه کې د مجموعي ۱۰ زرو کردي ملیشو څخه کابو لس زره یې په اتوماتیکو وسلو، توغندیو او پوځي موټرو باندي مجهز شوي دي. دوې اوونۍ دمخه عراق ته فون دیر لاین د خپل سفر پر مهال د نورو وسلو د لیږلو اعلان کړی وو.

د دفاعي وسلو د سیستم په اړه روزنه

د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې به د عراق شمال ته د وسلو د لیږد تر څنگ ۱۰۰ تنه آلماني روزونکي هم ولیږل شي. هغوی به په ایربیل کې د «پيشمرگي» جنگیالي د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د جگړې له پاره وروزي. آلماني عسکر به په خپله په جنگي ماموریت کې برخه ونه لري، خو هغوی یوازي له خپل ځان څخه د دفاع له پاره مسلح شوي دي.

په پارلمان کې د سوسیال دیموکراتانو استازي رولف موتزنش، د کیڼ اړخي فراکسیون انتقاد رد کړی دی او ویلي یې دي چې دلته یوازي د دفاعي وسلو د سیستم د روزني خبره مطرح ده.

پیشمرگه ملیشو ته د وسلو لیږد او همداشان هغوی ته روزنه ورکول چې پکښې د ماینونو شنډول او طبي خدمات شامل دي، شخړه ییز دي. د کیڼ اړخي اپوزیسیون د انتقاد مهم ټکی دا دی چې د افراطي اسلامي دولت، ډلې پر ضد د مبارزې له پاره نور اغیزناک امکانات شته.

د بیلگې په توگه د هغوی د مالي سرچینو وچول او یا هم د ترکیې له لارې له دغي ډلي سره د یوځای کیدونکو کسان مخه نیول. د کیڼ اړخي گوند سیاستوال یان فان اکن په وینا د دې کار له پاره د آلمان حکومت باید پر ترکیې باندې فشار راولي.
په پارلمان کې کیڼ اړخي فراکسیون د عراق شمال ته د وسلو لیږل او د یوه روزنیز ماموریت پیلول رد کړی دی. همداشان د زرغون گوند زیاتره استازو په رایه اچونه کې له برخې اخیستو څخه ډډه وکړه.

پر دې سربیره اپوزیسیون وایي چې د دغه ماموریت له پاره حقوقي اړخ، کفایت نه کوي. د پارلمان د علمي څانگې یوه ارزونه د اپوزیسیون دریځ پیاوړی کوي. د آلمان اساسي قانون د دغسي یوه ماموریت له پاره آلمان له یو «دسته جمعي امنیت» سره تړي لکه ملگري ملتونه او یا هم ناټو. خو د اسلامي دولت پر ضد جگړه کې یوازي کمزوری اتحاد چې ۶۰ هیوادونه پکښي شامل دي رامنځ ته شوی دی.

خو د آلمان پوځ تر هیواد د باندي د یوه ماموریت د تر سره کولو له پاره د پارلمان له پریکړي سره تړلی دی او د یوه بیړني ماموریت له پاره د اړتیا په صورت کې د پارلمان تائید وروسته هم ترلاسه کیدلای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب