1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د فوټبال نړيوال اتل سو

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۲۳, دوشنبه

په برازيل کي د ۲۰۱۴ کال د فوټبال نړيواله اتلولي د آلمان لوبډلي وګټله. د آلمان او ارجنټاين ترمنځ په يايلوبه کي دواړي لوبډلي تر وروستۍ دقيقې پوري ولوبېدلې تقريباً ښه لوبه يې نندارې ته وړانده کړه.

https://p.dw.com/p/1CcDY
انځور: picture-alliance/AP

د آلمان فوټبال لوبډلي د لوبي په لومړۍ نيمايي کي د هغو تمو پرخلاف ولوبېدله لکه فکر چي يې کېدی. آلمان په نيمه پايلوبه کي برازيل ته اووه صفر ماته ورکړه.

ارجنټاین بيا تر نورو لوبو ښه لوبه وکړه او د ګول وهلو چانسونه يې هم لرله. خو د ټول ښه والي سره سره بیا هم د لوبي لومړۍ نيمايي صفر صفر پای ته ورسېده.

د لوبي دوهمه نیمايي هم ډيره پياوړې پيل سوه او د آلمان لوبډلي د ګول وهلو څو چانسونه لرله، خو بيا هم تر پايه پوري ګول ونه وهل سو.#big#

په دې سره نو د لوبي دوهمه نيمايي هم صفر صفر پای ته ورسېده او د لوبي ايټالوي ريفري د فوټبال له قانون سره سم نيم ساعت اضافه وخت ورکړ.

دواړو لوبدلو کوښښ کاوه چي د حريف لوبډلي دفاع ماته کړي او لوبه پخپله ګټه تمامه کړي، چي تر يوه سرحده دواړي هم وتوانېدلې، خو بيا هم په ګول وهلو بريالۍ نه سوې.

د اضافي وخت لومړۍ پنځلس دقيقې هم مساوي پای ته ورسېدې، خو د اضافي وخت په دوهمه نيمايي کي آلماني لوبغاړي ماريو ګوتڅه چي د ميروسلاو کلوز پرځای ميدان راغلی ډېر ښايسته ګول ولګاوه او لوبه يو صفر د آلمان ګټه روانه سوه.

ګول لګوونکی ماريو ګوتڅه
ګول لګوونکی ماريو ګوتڅهانځور: Reuters

ارنجټاين د لوبي تر وروستۍ دقيقې ګوښښ وګړ چي ګول ولګوي خو نه وتوانېد او لوبه يو صفر د آلمان په ګټه پای ته ورسېدله. د ارجنټاين ستوری ليونل ميسي دوه درې واري داسي پاسونه ورکړل چي بايد ګول سوي وای، خو د آلمان دفاع سخته پياوړې وه.

د آلمان دفاع د ميسي ټولي هغه هيلي ور خاوري کړلې چي تر لوبي دمخه او له څلورو کلونو راهيسي يې لرلې. داسي ويل کېدل چي که چيري ارجنټاين نړیوال اتل سي نو ليونل ميسي به د ارجنټاين فوټبال په تاريخ کي یو نوی اتل او تر مارادونا به مخکي سي.

په دې سره نو آلمان د څلورم واري له پاره د فوټبال نړيوال اتل سو. په وروستي وار آلمان په ۱۹۹۰م کال کي په پای لوبه کي ارجنټاین ته ماته ورکړې او نړیوال اتل سوی وو.