1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مصر د وضعې د آرامیدو غوښتنه وکړه

سید ریاض (دویچه ویله، آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲۴, پنجشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د مصر له انتقالي حکومت څخه په عاجله توګه د وضعېت د آرامه کولو غوښتنه وکړه. د نویو دولتي شمیرو له مخې د مصر په وروستیو تاوتریخوالو کې تر ۴۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/19QTd
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، د مصر په پلازمینه قاهره کې په زوره د دغه هیواد د ګوښه کړای شوي ولسمشر محمد مرسي، د پلویانو د احتجاجي کمپونو د خالي کیدو د رپوټونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. ویسترویله کابو دوه اوونۍ مخکې مصر ته سفر کړی وو. هغه په دې سفر کې د مصر د انتقالي حکومت او د اخوان المسلمین له استازو سره خبرې اترې کړې وې.

ویسترویله د چهار شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل: «په مصر کې د انتقالي حکومت مسوولیت یوازې سوله ییزو لاریونونو ته اجازه ورکول نه دي، بلکې د هغوی خوندیتوب هم د حکومت دنده ده. اوس هغه وخت رارسیدلی دی، چې ښکیل اړخونه بیرته خبرو اترو ته مخه کړي ترڅو د زور زیاتیو د غځیدو مخه ونیول شي.»

په مصر کې حالات هغه وخت کړکیچن شول چې پوځ محمد مرسي له واکه ګوښه کړ. مرسي چې د اخوان المسلمین ډلې پورې تړاو لري تر ګوښه کیدو وروسته د پوځ له خوا په یوه نامعلومه ځای کې ساتل کیږي. د مرسي تر ګوښه کیدو وروسته د اخوان المسلمین پلویانو په پراخو مظاهرو لاس پورې کړ او اعلان یې وکړ چې تر هغه وخته پورې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې مرسي بیرته واک ته نه وي رسیدلی. د اخوان المسلمین دغو پلویانو بیا د مصر په پلازمینه قاهره کې دوه اصلي احتجاجي کمپونه هم جوړ کړل چې د چهار شنبې په ورځ د پوځ له خوا ویجاړ شول.

پوځ د مظاهره کوونکو د کمپونو د ویجاړولو پر مهال له ټانکونو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست چې له کبله یې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې. د مصر د حکومت د نویو معلوماتو پر اساس د دغو نښتو په ترڅ کې تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ زیات نور بیا ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده چې د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي پلویان بیا د ۲۰۰۰ تنو د وژل کیدو او لسو زرو کسانو د ټپي کیدو رپوټونه ورکوي.

په عین وخت کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو په غبرګون کې د مصر مرستیال ولسمشر محمد البرادعي، له خپلې دندې استعفأ کړې ده. د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور، د پوځ له اقداماتو څخه دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې د کمپونو خالي کولو بله لاره نه لرله.

اوس په قاهره کې د وضعې د آرامه کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي خو بیا هم په انفرادي ډول د بریدونو د ترسره کیدو رپوټونه ورکول کیږي. په عین وخت کې اخوان المسلمین د جمعې په ورځ د نویو احتجاجون اعلان کړی دی.

ویسترویله په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د نړیوالې ټولنې په حیث په دې باور یو چې تاوتریخوالي ته باید د پای ټکی کیښودل شي او تر ټولو لومړی باید د مصر حکومت خپل مسوولیت درک کړي او هغې ته عملي بڼه ورکړي.»

نړیوال غبرګون

په مصر کې د زور زیاتیو تازو پیښو نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي. اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو په مصر کې اوسنی تشدد او زور زیاتی په کلکه غندلی دی. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسئولې کاترین آشتون، غوښتنه کړې ده چي د ټولو اتباعو د بیان آزادي او د سوله يیزو اعتراضونو حق باید تضمین شي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د مصر له پوځه او موقت حکومت څخه د امکان په صورت کې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو د ژر تر سره کیدو او په اساسي قانون کې د بدلون راوستو غوښتنه کړې ده. له بلې خوا بیا د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، په مصر کې د «قتل عام» خبره کړې او د ملګرو ملتونو د امنیت شوری او عرب لیګ څخه یې په دغه هیواد کې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

په مصر کې وروستیو تحولاتو ته په کتو سره ویسترویله له خپلو هیوادولو څخه په دې هیواد کې د احتیاطي تدابیرو د نیولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې آلمان د مصر تحولات له نزدې څاري. ویستر ویله وویل: «زه یو ځل بیا غواړم چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستو سره خپلو وطنوالو ته دا خبره وررسوم چې د سفر او امنیت په برخه کې د بهرنیو چارو وزرات لارښوونې په سمه توګه په پام کې ونیسي او هغه جدي تعقیب کړي.»

په قاهره کې د اخوان المسلمین د پلویانو د کمپونو تر ویجاړولو وروسته، اوس ناآرامۍ د دغه هیواد نورو برخو ته هم غځیدلې دي. د مصر انتقالي حکومت اوس د یوې میاشتې له پاره په دغه هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب