1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مهاجرو په تړاو له شمالي افریقا سره مالي مرسته کوي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

د یوې رسنې د رپوټ له مخې آلمان غواړي د تونس، الجزایر او مراکش هیوادونو د کډوالو د بیرته ستنولو پروسه له دغو هیوادونو سره د مالي ملاتړ په بدل کې گړندی کړي. په دې اړه خبرې هم شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Hpxt
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

د «بلډ» آلماني ورځپاڼې د حکومتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر به د روانې میاشتې (فبروري) په وروستیو کې تونس، مراکش او الجزایر هیوادونو ته سفر وکړي. په پام کې ده چې دومیزیر به له دغو هیوادونو سره د مالي ملاتړ په بدل کې یوه موافقتنامه لاسلیک کړي.

تر اوسه پورې دغو دری واړه هیوادونو له آلمان څخه د خپلو اتباعو د بیرته ستنولو څخه چې په دغه هیواد کې د پاتې کیدو ډیر لږ چانس لري ډډه کړی. د بلډ آلمانۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې آلمان له دغو هیوادونو څخه غوښتنه کړی چې د کډوالو د بیرته ستنولو له پاره به د دوی ډیرې لوې پروژې تمویل کړي.

د پروژو د تمویل له پاره د ملیونونو مرسته

د آلمان حکومت غواړي چې دغه دری واړه هیوادونه د امن هیوادونو په لیست کې شامل کړي، څو په دې توگه له دغو هیوادونو څخه آلمان ته ورغلي کډوال په چټکې سره بیرته ستانه کړي.

د آلمان د پرامختیایې چارو وزیر گرد مولر، په دغو هیوادونو کې د کاربازار او روزنیزو پروژو د تمویل له پاره د میلیونونو ایرو مرستې په اړه پر خبرو اترو بوخت دي. د یادې ورځپاڼې په حواله د آلمان د کورنیو چارو او پرمختیایې چارو وزارتونو کارکونکي اوس د افریقا په شمال کې دي.

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخ متحدو گوندونو(مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي) ویاند شټیفن مایر بلډ ورځپاڼې ته ویلي دي: « د دې په پرتله چې په آلمان کې د دغو هیوادونو د کډوالو مالي ملاتړ وکړو، دا به اسانه وي چې په سیمه له دوی سره مرسته وکړو.»

د کډوالو شمیر باید راکم شي

له دغه تړون سره د آلمان حکومت غواړي دغه هیواد ته د راتلونکو مهاجرو شمیر را کم کړي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر افغانستان ته تللی وو، څو د دغه هیواد له مشرانو سره د مهاجرو د بیرته ستنیدو په هکله خبري وکړي.

ویل کیږي چې په دې اړه د آلمان د کورنیو چارو وزیر او افغاني چارواکو تر منځ د نظر یوالي موجود وو چې د دغه هیواد کډوال د افغانستان امنو سیمې ته بیرته ستانه کړي. کابل ته د دیمیزیر د سفر پر مهال په پلازمېنه کابل کې یو ترهگریز برید هم ترسره شوې وو.