1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خپله خوښه ستنیدونکو مهاجرو له پاره د آلمان نوی پروګرام

۱۳۹۷ فروردین ۸, چهارشنبه

د آلمان حکومت غواړي چې د يوه نوي پروگرام له لارې کډوال په داوطلبانه توگه بيرته خپلو هيوادونو ته ستنیدو ته وهڅوي. د آلمان د پراختيایي چارو وزارت د دې پروگرام له پاره تر ۵۰۰ ميليون يورو په نظر کې نيولي دي.

https://p.dw.com/p/2v6rO
Gerd Müller
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د آلمان د پراختيايي چارو وزیر گيرد ميولر، د «اوگسبورگر الگمانین» په نامه ورځپاڼې ته وويل چې په کال کې کابو ۵۰۰  ميلیونه يورو د دغه پروگرام له پاره ځانگړې شوي دي. زیاته شوې ده چې دغه پروګرام به په عراق، نايجيريا، تونس، افغانستان او نورو هيوادونو کې د هغو مهاجرو له پاره چې په خپله خوښه ستانه شوي دي، د کار او مسلکي زده کړو زمينه برابرولو کې مرسته کوي. 

ميولر زياته کړه: «موږ به داسې ونه کړو چې دغه مهاجرو ته نغدې پېسې په جيب کې واچوو بلکې موږ به د مهاجرو له پاره په خپلو هيوادونو کې پروژې تمويل کړو.»

هغه زياته کړه چې په دې ترتيب به د زيمنز شرکت د آلمان د پراختيايي چارو د وزارت په مرسته عراق ته د بيرته ستنو شويو او ځايي اوسيدونکو له پاره د بريښنا او انرژۍ د تخنيک  په برخه کې د مسلکي زده کړو زمينه برابره کړي. په ټوله کې بايد د دې لارې هر کال د ۲۰ او ۳۰ زرو ترمنځ پنا غوښتونکي تشويق شي چې په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شي.

د آلمان د «نویه اوسنا بروکر څایتونگ» ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ خبر ورکړې وو چې رد شوي مهاجرو بيرته په خپله خوښه خپل هيواد ته ستنيدو ته قانع کولو له پاره په نظر کې نيول شوې مرستې بې اغیزې وې. چې په ځينو مواردو کې دغه مرستې آن  تر ۳۰۰۰ یورو پورې رسيدلې. په رپوټ کې ويل شوي ول چې د تير کال له دسمبر څخه تر روانې فبرورۍ مياشتې پورې خپلو هيوادونو ته په خپله خوښه د مهاجرو تگ د ۲۰۱۶م کال په پرتله ډير کم دی.

په رپوټ کې همدا راز دا هم ويل شوي وو چې د مالي مرستو سربيره په تيرو دريو مياشتو کې يوازې ۴۵۵۲ پنا غوښتونکو خپلو اصلي هيوادونو ته د ستنيدو پريکړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د تير ۲۰۱۷ م کال په همدې موده کې او پرته له مالي مرستو ۸۱۸۵  پنا غوښتونکي په خپله خوښه له آلمانه وتلي ول.

خو د آلمان په پارلمان کې د مسيحي اتحاد د گوندي ډلگۍ د کورني سياست د برخې وياند ماتياس ميدلبيرگ، د اضافي مرستو د ياد پروگرام څخه دفاع وکړه. هغه وويل: «موږ په دې آند يو چې د ستنيدو په موخه دغه مالي مرسته پرځای کار دی.»  ده زياته کړه چې د ستنيدونکو په شمير کې د ټيټوالي علت دا دی چې په ۲۰۱۶م کال کې د بالکان هيوادونو د مهاجرو ډير شمير بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شوي ول او په خپله خوښه د ستنيدونکو شمير یې ډير لوړ کړی وو. د ده په خبره همدا ده چې موږ ته دا تازه شميرې تر اصلي شميرو ټيټې ښکاري.

د مسيحي ديموکرات گوند يوه لوړ پوړي چارواکي شتيفن ماير يادې ورځې پاڼې ته وويل: «په زور د اخراجولو  په مقابل کې په خپله خوښه د ستنيدو پروسه نرمه او په دې ترتيب زموږ لومړيتوب دی.»

خو د ده په خبره که مهاجر د اخراجيدو خطر ونه لري نو په خپله خوښه د ستنيدو انگيزه به له منځه ولاړه شي. په دې صورت کې به د مرستو په دوامداره توگه لوړول هم مرسته ونه کړي.

AFPD(B.S/S.R)