1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د نړۍ و اقليمي وضع ته بايد فکر وسي

۱۳۸۶ آذر ۱۴, چهارشنبه

د آلمان حکومت د نړۍ د اقليمي وضع د ښه کېدو دپاره د يولړ نوو پروګرامونو سره موافقه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKGk
تر 2020 ميلادي کاله پوري فضاته د چټلو ګازونو په خورولوکي بايد شل فيصده لږ والی راسي
تر 2020 ميلادي کاله پوري فضاته د چټلو ګازونو په خورولوکي بايد شل فيصده لږ والی راسيانځور: AP

ددغه ټولو پروګرامونو او اقداماتو هدف دادی، چي تر 2020 ميلادي کاله پوري فضا ته د چټلو ګازونو د اېله کولو په اندازه کي په سلو کي 20 لږوالی راسي.

د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا مير کل په دې تلاښ کي ده چي د نړۍ ستر صنعتي هيوا دونه دې ته و هڅوي تر څو د نړۍ د اقليمي وضع په اړه جدي فکر وکړي.