1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د هر وژل افغان په بدل کې ۵۰۰۰ ډالر تاوان ورکړی

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۵, یکشنبه

د يوه انسان د ژوند قيمت نه سي ټاکل کېدای. خو که په جګړه کي يو ملکي کس ووژل سي نو د هغه کورنۍ ته بايد څومره تاوان ورکول سي؟ دا هغه پوښتنه ده چي په افغانستان کي د پوځي ماموريت پر وخت د آلمان پوځ هم ورسره مخامخ وو.

https://p.dw.com/p/1EQDZ
انځور: AFP/Getty Images/J. Eisele

په کندز کي پر ملکي خلکو له هوايي بريد څخه اوس تقريبا پنځه کاله کيږي، خو د وژل سویو کسانو کورنيو ته د تاوان ورکولو د مقدار په هکله لا تر اوسه لانجه روانه ده. د امريکا جنګي الوتکو د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي په ۴مه نېټه په کندز کي د طالبانو له خوا پر تښتول سویو دوو د تيلو ټانکرو په داسي وخت کي بمباري وکړه، چي شاوخوا ورباندي ولسي کسان راټول سوي ول.

د دغه هوايي بريد غوښتنه په کندز کي د آلماني پوځ د قومندان ګيورګ کلاين، له خوا سوې وه. د نوموړي په وينا هغه بيره لرله چي داسي نه چي د تيلو له دغو ټانکرو څخه د آلماني پوځ پر ضد د وسلې په توګه کار واخستل سي. نوموړي د هغه باوجوده دا بيره لرله چي د تيلو دوه ټانکر په رود کي بند ول. د آلماني پوځ په امر په تر سره سوې دغه بمباري کي تقريبا ۱۰۰ افغانان ووژل سول. د هغوی څخه زياتره هغه ملکي کسان ول چي د تيلو د ترلاسه کولو له پاره د تيلو پر دغه ټانکرو راټول سوي ول.

«د افغانانو د ژوند قيمت دومره ټيټ نه دی»

د کريم پوپل په نوم يو وکيل اوس په آلمان کي د محکمې په دويمه مرجع کي د کندز د پيښي د قربانيانو د ۸۱ کورنيو وکالت کوي. دغه کورنۍ په دې نظر دي چي د آلمان پوځ او حکومت ورسره عدالت نه دی کړی. دا په داسي حال کي چي د آلمان حکومت د وژل سویو ۹۰ کسانو کورنيو ته د هر وژل سوي کس په بدل کي د ۵۰۰۰ ډالرو تاوان ورکړی وو.

خو کريم پوپل چي د آلمان په بريمن ښار کي وکالت کوي، د آلمان له حکومت څخه د کندز په پېښه کي د وژل سوي هر افغان په بدل کي د ۳۹۰۰۰ ډالرو غوښتنه کوي. هغه وايي چي «د افغانانو د ژوند قيمت دومره ټيټ نه دی». د دغې قضيې په تړاو به په کولون کي د فډرالي ايالت لوړه محکمه د مارچ په ۱۲مه نېټه بيا ناسته ولري.

آلمان د کندز د قربانيانو کورنيو ته د هر وژل سوي کس په بدل کي په داسي توګه ۵۰۰۰ ډالره ورکړي، چي وايي دا د وژل سویو کسانو تاوان نه دی بلکه يو داؤطلبانه عمل دی. آلمان د دغو پيسو د ادا کولو په ترڅ کي د وژل سویو انسانانو د وژل کېدو په ترڅ کي ځان پړن هم نه دی بللی. د آلمان حکومت په دې توګه د کندز د پيښي له قربانيانو سره د نورو ټولو هغو وژل سویو ملکي افغانانو چلن کړی دی، چي په نورو پيښو کي د آلماني پوځ له کبله وژل سوي او آلمان ورته ۵۰۰۰ ډالره ورکړي دي.

د ويشتل سوي پسه تاوان ۲۰۰ ډالره

د آلمان د دفاعي چارو وزارت د هغه وروسته په افغانستان کي د خپل ۱۳ کلن پوځي ماموريت پر وخت د ادا کړل سویو تاوانونو معلومات راغونډ کړل، کله چي د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کي د کيڼ ګوند استازي ين فون اکن ورڅخه په دې تړاو معلومات وغوښتل.

هغه معلومات چي د آلمان د دفاعي چارو وزارت په افغانستان کي د آلماني پوځ د دوسيو څخه راټول کړي دي، له مخي يې په ټوليزه توګه ۱،۱ مليون امريکايي ډالره تاوانونه ادا کړل سوي دي. په دغو کي تقريبا نيمايي برخه د آلمان عسکرو په ډزو د وژل سویو او ژوبل سویو افغانانو کورنيو ته ورکول سوي دي. نور تقريبا نيمايي برخه د مالي زيانونو د اړول کېدو له کبله افغانانو ته د تاوان ورکولو په صورت کي مصرف سوې دي. د مثال په توګه د يو په ډزو ويشتل سوي آس په بدل کي ۲۵۰۰ ډالر، د پسه په بدل کي ۲۰۰ ډالر او د وژل سوي خره په بدل کي ۱۵۰ ډالره تاوان ورکړل سوی دی.

د آلمان د کيڼ ګوند سياستوال ين فون اکن وايي چي د يو وژل سوي افغان د ژوند په بدل کي د ۱۵۰۰ او ۷۸۰۰ ډالرو تر منځ تاوان ډېر کم او ظالمانه دی. خو د آلمان پوځ د وژل سوو ولسي کسانو له پاره د تاوان معينه اندازه نه ده ټاکلي.

آلمان د کندز په پېښه کي د وژل سویو کسانو کورنيو ته ۵۰۰۰ ډالر ورکړي. دا په داسي حال کي چي په افغانستان کي امريکايي پوځ د هر وژل سوي ولسي کس کورنۍ ته د ۲۰۰۰ او ۲۵۰۰۰ ډالرو په منځ کي او بريتانيې د هر وژل سوي ولسي افغان په بدل کي ۳۰۰۰ پاونډه تاوان ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب