1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د پوليسو د روزلو لپاره لانورې پيسې ورکوی

۱۳۸۶ آبان ۲۵, جمعه

برلين: د آلمان په پارلمان کې د ۲۰۰۸ کال دلپاره د بودجيی په مشورتي غونډه کې تصميم ونيول شو، چې په ژاتلونکې کال کښې به په افغانستان کې د پوليسو روزلو لپاره تر اوسه لازياتي پیسې تخصيص ورکول کېږي.

https://p.dw.com/p/DK7w
انځور: AP

په راتلونکې کال کښې به د دغه کار لپاره ۳۵ اعشاريه ۷ ميليونه ايرو ولگول شی، حال دا چې تر اوسه پوری د آلمان حکومت هر کال دوولس ميليونه ايرو ځانگړي کړي وي.

د آلمان د بهرنيو چارو وياند خوښې څرگنده کړی او وويل:
« یوازی له دی لارې څخه کولای شو چې افغان پوليس داسی وروزو چې په راتلونکې کښې په خپله د خپل ملک او خلکو امنيت وساتلی شی.«