1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کتاب په نندارتونونو کې د ښي اړخو حضور

۱۳۹۶ اسفند ۲۷, یکشنبه

تقريبا نيم کال پخوا لا د فرانکفورت په نندارتون کې هم د لايپڅيګ د کتابونو د نندارتون په څېر اوس د د ښي اړخو د ګډون په اړه بحثونه جاري ول. په لايپڅيګ کې د ښي اړخو پر ضد مظاهره هم وشوه.

https://p.dw.com/p/2uXRM
Deutschland Coseplayer auf der Buchmesse Leipzig
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

 دا په داسې حال کې ده چې د لايپڅيګ د کتابونو نندارتون چې همدا نن يکشنبه (د ۲۰۱۸ م کال د مارچ ۱۸مه) يې آخېره ورځ ده، خپله اصلي جايزه داسې يوې ژورناليستې ته ورکړه چې د يوه ښي اړخي بريد کوونکي په هکله يې يو کتاب ليکلی دی. د کتابونو نندارتونونه اصلا د نظرياتو د تبادلې او د بيان د آزادۍ ځايونه دي. خو د بيان د آزادۍ او د خلکو د راپارونې تر منځ سرحد څه شی دی؟ يورګن بوس چې د فرانکفورت د کتابونو د نندارتون مدير دی، نيم کال مخکې لا ويلي وو چې په حقوقي لحاظ د دې امکان نشته چې ښي اړخي خپرندويې ټولنې دې په نندارتون کې له ګډون څخه منع شي. خو د ده په اند دغه کار بايد وهم نه شي ځکه چې «يوه مفکوره نه ورکيږي په دې چې هغه ممنوعه اعلان شي.» 
دغه عين خبره اوس په لايپڅيګ کې هم مطرح ده. دغه د کتابونو نندارتون د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې دوام کوي. هغه يو عادي د کتابونو نندارتون دی چې پکې کتابونه لوستل کيږي، جايزې وېشلې کيږي او بحثونه هم صورت نيسي. د نندارتون اصلي جايزه پکې داسې يوې ليکوالې تر لاسه کړه چې د يوه ښي اړخي ترهګر په هکله يې يو کتاب ليکلی دی. دغه ليکواله او خبرياله، اوسنه سايرستاد، نوميږي چې د ښي اړخي بريدګر، اندېرس برايويک، په وړاندې د محاکمې جريان يې يو څو کاله مخکې ورځ تر بلې پسې تعقيب کړی دی. هغې اصلا غوښتل چې د دغې موضوع په هکله فقط يو مطلب وليکي، خو بيا ورڅخه يو بشپړ کتاب جوړ شو. سايرستاد په دې هکله وايي:

Asne Seierstad - Breivik-Autorin
اوسنه سايرستاد د يوه ښي اړخي ترهګر په اړه کتاب ليکلی دیانځور: picture-alliance/dpa/S. Harms

«کله چې برايويک تالار ته راداخل شو، سړي کولای شول هغه سوړوالی محسوس کړي چې له ده څخه يې سرچينه اخيستله. په تالار کې دننه بېلابېل متضاد احساسات خپاره ول. يو څو ورځې وروسته مې درک کړه چې: دا فقط يو مطلب او يوه مقاله نه ده، دغه موضوع د يوه کتاب له پاره کفايت کوي.»

«زموږ له منځ څخه يو کس» د هغې د کتاب عنوان ټاکل شوی دی. ښي اړخی بريد کوونکی، برايويک چې په ۲۰۱۱ کال کې يې ۷۷ تنه ووژل، يو څه وخت د ليکوالې سايرستاد ګاونډی پاته شوی و چې يوازې يو څو قدمه لرې ورڅخه اوسېدلی و. سايرستاد د هغه په هکله وايي:«هغه په دغې ټولنې پورې اړه لري، او ظاهرا يو عادي انسان و. هغه زموږ په څېر عادي مکتبونو ته تللی دی. نو څنګه له هغه څخه داسې يو جنګيالی جوړ شو چې فکر يې کاوه چې دغه هېواد به اسلامي شي؟»

Deutschland - Protestaktion gegen rechte Verlage auf der Leipziger Buchmesse
د لايپڅيګ په نندارتون کې د ښي اړخو خپرندويو ټولنو په وړاندې لاريون وشوانځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د اسلام ضد احساسات او له خارجيانو سره کرکه د برايويک د قتلونو اصلي انګيزه وه. د چارشنبې په ورځ هم د لايپڅيګ د کتابونو د نندارتون د پرانيستنې پر وخت تقريبا ۴۰۰ کسانو په دغه نندارتون کې د ښي اړخو خپرندويو ټولنو د حضور په وړاندې مظاهره وکړه. د دغه کمپاين تر شا څه باندې ۷۰ د کتابونو خپرونکې ټولنې او تقريبا ۲۰۰ داسې افراد ولاړ دي چې د کتابونو په نندارتون کې يې د ښي اړخو د پارونو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی.

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (08.02.2018):