1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کندز پيښي د خونبها غوښتنه رد کړه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۱, پنجشنبه

د آلمان يوې محکمې د کندز د پيښي د قربانيانو د کورنيو د خونبها غوښتنه رد کړه. څلور کاله دمخه په کندز کي د تيلو پر ټانکرانو باندي د آلماني پوځ د يوه جنرال په لارښوونه بريد کي نزدې ۱۰۰ تنه انسانان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/1AXfO
بمبار سوي ټانکرونه
بمبار سوي ټانکرونهانځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

د آلمان د بون ښار ايالتي محکمې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۱۱) د کندز د پيښي د قربانیانو د کورنيو هغه دعوه رد کړي چي دوی ته دي خونبها ورکړه سي. محکمې ويلي دي چي په دې پيښه کي د آلمان اتحادي جمهوريت مسووليت نه لري.

د ۲۰۰۹ کال په سپتمبر مياشت کي په کندوز کي د وسله والو طالبانو له خوا د تيلو د دوو ټانکرو تر تښتولو وروسته په شمال کي د آلماني ځواکونو عمومي قوماندان د هغه وخت ډګروال او اوسني جنرال ګيورګ کلاين پر ټانکرانو باندي د هوايي بريد لارښوونه کړې وه.

پر ټانکرانو باندي تر بريد وروسته څرګنده سوه چي په دغه هوايي بريد کي نزدې ۱۰۰ تنه انسانان وژل سوي دي چي ډيری يې ملکي وګړي دي.

د بون د ايالتي محکمې قاضي هاينڅ زونينبيرګ په دغه شان لومړۍ ولسي محکمه کي د کندز د قربانيانو د کورنيو د غړو د خونبها دعوه رد کړه او ويې ويل چي «ډګروال کلاین هيڅ ډول رسمي وظايف تر پښو نه دي لاندي کړي.» که چيري دغه کار سوی وای نو د آلمان اتحادي جمهوريت به په دې کي مسوول وای.

ملکي وګړي هيڅ نه پېژندل کېدل

په تيره محکمه کي چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي تر سره سوه د امريکايي ځواکونو له خوا هغه ثبت سوې ويډيو وکتل سوه چي د پيښي پرمهال د سپوږمکۍ له خوا عکاسي سوې وه. په دغي ويديو کي خلک د تورو ټکو په شان ښکاري چي د تيلو ټانکرونو ته ورځي او ځني ځي.

قاضي زونينبيرګ وويل چي په دغو عکسونو کي دا نه تشخيصيږي چي له دغو خلکو سره وسلې ورسره دي او يا آيا دا چي د دوی په منځ کي کوچنيان سته.

د قربانيانو د کورنيو وکيل کريم پوپل
د قربانيانو د کورنيو وکيل کريم پوپلانځور: picture-alliance/dpa

د احساس پر ځای قانون

د آلمان د دفاع وزارت څارنوال مارک څيمرمن، د محکمې له حکمه راضي دی. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «دا د دولت او عسکرو له پاره ډېره مهمه ده.» هغه زياته کړه: «پر فيزيکي خطرونو سربيره په دې وروستيو کي له هيواد څخه دباندي ماموريتونو کي قانوني ريسکونه ډېر سوي دي. په دې قضاوت سره عسکر د قانوني خونديتوب احساس کوي.»

د بون د ايالتي محکې قاضي وويل چي د ډګروال کلاين په اړه باید سړی د نن ورځي د پوهي له مخي چي ملکي کسان وژل سوي دي قضاوت ونه کړي. قاضي د حکم تر لوستلو وروسته وويل چي دغه حکم د محکمې له پاره ډېر سخت تمام سو «سړی نسي کولای چي په محکمه کي ټول راضي کړي. احساسات نه بلکي قانون بايد په پام کي ونيول سي.»

خو د کندز د قربانيانو د کورنيو وکيل کريم پوپل وايي چي هغه مرافعه غواړي.

د کندز په پيښه کي د قربانيانو د کورنۍ غړي وايي چي آلمان بايد دوی ته تاوان ورکړي او داچي پر دوی باندی «تيری» سوی دی. د قربانيانو د کورنۍ یو تن غړي عبدالحنان چي په پيښه کي يې دوه زامن وژل سوي دي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «موږ غواړو چي دغه محکمه په افغانستان کي تر سره سي. خلک دلته وژل سوي دي محکه يې هم بايد دلې وې.»
د آلمان پر دولت باندي په دې قضیه کي یوه افغان چي وایي په برید کي يې خپل دوه زامن او يوه افغانه ښځه چې ادعا کوي په برید کي يې خپل میړه له لاسه ورکړی دی، دعوه کړې ده.

د پېښي قربانیان د آلمان له دولت څخه د ۴۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰ یورو تر منځ د خونبها غوښتنه کوي. له بلي خوا یو بل وکیل چي په پیښه کي د ۷۹ وژل شویو کسانو د کورنیو استازيتوب کوي، د هر قرباني له پاره د آلمان له دولت څخه د ۲۰۰۰۰ او ۷۵۰۰۰ یورو تر منځ خونبها غواړي.

خو د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چي دوی به د بشردوستانه مرستو په شان۹۰ واري پنځه زره يا ۳۵۰۰۰۰ امريکايي ډالر افغانو کورنيو ته ورکړي.