1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کډوالو ضد شکمن کسان نیولي دي

۱۳۹۴ آبان ۱, جمعه

آلماني چارواکو درې ښي اړخي افراطیان نیولي او چاودیدونکي توکي ضبط کړي دي چې احتمالا د مهاجرو ضد بریدونه کې استعمالیدل. چارواکو ویلي دي چې ښي اړخي افراطي ډلې د مهاجرو ضد تاوتریخوالي ته د شدت ورکولو پلان لري.

https://p.dw.com/p/1GtCL
Wohnhaus Bamberg Bayern Razzia wegen Rechtsextremismus Polizei
انځور: picture-alliance/dpa/Ch.Herse

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو ایالتي وزیر یواخیم هیرمن په وینا، د آلمان پولیسو د چهارشنبې په ماښام په ۱۲موقعیتونو کې د تالاشیو په ترڅ کې ښې اړخي افراطیان نیولي دي.

د آلمان سویلي ولایت بمبېرګ، کې د کډوالو د یوه کمپ د لیدنې پر مهال کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ویلي دي چې لومړنیي شواهد ښيي چې امنتيتي چارواکو ښایي د مهاجرو پر ضد «د بریدونو یا نورو جرمونو مخه نیولي وي.»

د کډوالو ضد ځینې ډلې پلان لري چې د بمبېرګ په ښار کې د مهاجرینو کمپ مخې ته د روانې میاشتې په وروستیو کې یو لاریون وکړي. خو چارواکي وايي چې دوی کوښښ کوي چې پر دغې احتجاج بندیز ولگوي.

زیات شمیر خلک د سوريې له اوږدې کورنۍ جګړې څخه اروپا ته د مدیترانې د سمندرگي له لارې د تیښتې په حال کې دي. په تیرو څو لسیزو کې اروپا ته په دومره ډیر شمیر کې د کډوالو د راتگ ساری نه لیدل کیږي. دغې لړۍ ته په کتو سره د اروپا ډیر شمیر هیوادونو د کډوالو د مخنیوي او هجوم د تنظیمولو له پاره پر خپلو پولو څارنه سخته کړې ده. آلمان او یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو د یووالي د گام په توگه د زرونو کډوالو د منلو ژمنه کړې ده .

Palästinenser nach Messerattacke erschossen
انځور: Reuters/R. Zvulun

په کډوالو باندې د حملو زیاتوالی

د آلمان امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې پناه غوښتونکي، رضا کاران چې له کډوالو سره مرسته کوي او سیاست مداران د بهرنیانو ضد جرمونو تر ګواښ لاندې دي. د «زود دویچه څایتونګ» مجلې او د آلمان دWDR اوNRD ملي او د عامه خدماتو رسنیو د رپوټ له مخې دا د فدارلي جنایي پولیسو (BKA) د یوه محرمانه رپوټ نتیجه ده. دا رپوټ د کولن ښار د ښاروالې کاندیدې هنریته ریکر، باندې د چړې له برید څخه یو څو ورځې وروسته لیکل شوی دی. پر دې سیاستمدارې، چې اوس د کولن ښارواله ټاکل شوې ده، د برید انګیزه له بهرنیانو سره تعصب وه ځکه چې میرمن ریکر د کډوالو په نفع کار کوي او په کولن ښار کې د هغوی لپاره استوګنځایونه برابروي.

فدرالي جنايي پولیس انتظار لري چې ښي اړخه افراطیان به د آلمان د کډوالو د پالیسۍ خلاف خپلو سیاسي تبلیغاتو ته لا هم شدت ورکړي. سره له دې چې په آلمان کې ښی اړخه ډله ډیره نامتجانسه وه خو د کډوالو کړکیچ د هغوی تر منځ یو «ایدیولاژیک توافق» رامنځته کړی دی.

د آلمان فدرالي جنایي پولیسو دا هم ویلي دي چې د ۲۰۱۴کال په پرتله د کډوالو پر خلاف د بریدونو شمیر له دوو برابرو څخه هم ډیر شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب