1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان سوریې ته د گډو ناظرینو له استولو سره ملاتړ وکړ

۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، او د عرب لیگ مشر نبیل العربي، د سوریې له پاره د ناظرینو د یو گډ ماموریت وړاندیز کړی دﺉ. د آلمان دولت هم له دغه وړاندیز سره خپل ملاتړ اعلان کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/141DN
انځور: AP

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ له خوا د ناظرینو د گډ ماموریت په اړه مثبتي اشارې تر سترگو کیږي. په همدي ترڅ کې د رواني اونۍ په پای کې د عرب لیگ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه هم خورا مهمه بلل کیږي.

د ملگرو ملتونو او عرب لیگ له خوا د گډ ماموریت د وړاندیز سره آلمان په کلکه ملاتړ کړی دﺉ. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، ویلي دي چې د ملگرو ملتونو له لوري د سوریې د قضیې څیړل یو مناسب کار دﺉ.

هغه زیاته کړې ده چې د ملگرو ملتونو او عرب لیگ د گډ ماموریت سربیره د ملگرو ملتونو له لوري د سوریې له پاره د ځانگړي استازي ټاکل به د سوریې په وضعه کې له تعادل راوستلو سره مرسته وکړي.

د ملگرو ملتونو ویاند مارتین نیسرکي، ویلي دي چې ملگري ملتونه له عرب لیگ څخه په دې اړه نورو تفصیلاتو ته سترگې په لار دي. په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې سوزن رائیس، ویلي دي چې هغه به د نوموړې وړاندیز تر مطالعه کولو وروسته پریکړه وکړای شي. فرانسې هم د داسي یو ګد ماموریت تر سره کول د حالاتو د ښه کیدو په لور یو گام بللی دﺉ. د امنیت په شوری کې د مراکو استازي محمد لولیشکي هم له دغه وړاندیز سره ملاتړ کړی دﺉ.

دا په داسې حال کې ده چې په سوریه کې اوس هم تاو تریخوالی ادامه لري او په تیرو څو ورځو کې پکښي کابو ۸۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دﺉ. د بشري حقونو فعالینو ویلي دي چې د پنج شنبې په ورځ د سوریې د دولتي ځواکونو له لوري د حمص په ښار په تازه بریدونو کې لسگونه کسان وژل شوي دي.

له بل پلوه د آلمان دولت د سوریې څلور تنه دیپلوماتان د دولت ضد مخالفینو په وړاندي د احتمالي جاسوسي په تور له خپل هیواد څخه بهر کړي دي.  د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، د پنج شنبې په ورځ وویل چې په برلین کې د سوریې د سفارت څلور تنه دیپلوماتان بیرته خپل هیواد ته لیږل شوي دي. د دغو څلورو تنو دیپلوماتانو له ډلي څخه دوه تنه ئې د سوریې د دولت مخالفینو پر وړاندې د احتمالي جاسوسۍ په تور نیول شوي ول.

د اروپایي ټولني د بهرنیو چارو مشرې کاترین آشتون، روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له لوري د سوريې په هکله د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د اعلامیې د ویتو کیدو په اړه خپله خواشیني څرگنده کړه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش