1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د رد شویو مهاجرو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړي

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

په آلمان کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی، چې له دې هیواد څخه په وتلو مکلف دي. د آلمان حکومت غواړي د «تنظیم شوي اخراج» له قانون څخه په استفادې په چټکۍ سره د اخراجونو شمیر زیات کړي.

https://p.dw.com/p/3Sq8R
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

آلمانۍ ورځپاڼې «ویلت» د دوشنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه پورې ۲۳۵۹۵۷ تنه له آلمان څخه په وتلو مکلف شوي وو، خو دا رقم د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې ۲۴۷۴۰۶ تنو ته رسیدلی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې ۱۹۷ زره هغو کسانو چې له آلمان څخه په وتلو مکلف کړای شوي وو د «دولدونګ» یا د اخراج د ځنډیدو سندونه ترلاسه کړي دي، ځکه چې دوی د بیلګې په توګه یا هم ناروغان ول او یا یي هم د هویت اسناد نه درلودل. امنیتي سرچينې وایي چې ډيري اخراجونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د کورنیو چارو زوارت د یوه داخلي رپوټ پر بنسټ سږ کال د اخراجونو شمیر نه دی زیات شوی. تر ټولو ډیر اخراجونه د اپریل او می په میاشتو کې ثبت شوي دي چې په ترتیب سره د اخراج ۲۰۳۴ او ۲۰۰۰ موارد ثبت شوي دي.

همدرانګه ۱۱۱۳ تنه په سپټمبر میاشت کې په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي. په اپریل او می میاشتو کې د داوطلبانه ستنیدونکو شمیر هم په ترتیب سره ۱۳۳۶ او ۱۳۲۳ تنو ته رسیده.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ویلي دي چې په اخراج د مکلفو کسانو په شمیر کې د «معمولي زیاتوالي» یو دلیل دا دی چې د دوی دوسیو ته ژر رسیدګي کیږي.

د آلمان حکومت غواړي د «تنظیم شوي اخراج» له قانون څخه په استفادې، چې همدا په روان کال کې یي اجرایي بڼه خپله کړې ده، په چټکۍ سره د اخراجونو شمیر زیات کړي.

د نورو اقداماتو ترڅنګ په پام کې ده چې په ایالتونو کې د اخراج د مرکزونو شمیر هم لوړ کړای شي.

آژانسونه/ش.ن/ب.ص