1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي شل تنه نور افغان مهاجر اخراج کړي

۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

په افغانستان کې پر ډیر خراب امنیتي وضعیت سربیره آلمان غواړي سبا د چهارشنبې په ورځ شل تنه نور رد شوي افغان مهاجر کابل ته ولېږي.

https://p.dw.com/p/2onUA
Düsseldorf Sammelabschiebung  nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان په بایرن ایالت کې د مهاجرو له شورا څخه شټیفن دونوالد، د آلمان خبري آژانس(ډي.پي.ای) ته وویل چې یوازې له بایرن ایالت څخه ۹ تنه افغان مهاجر د اخراجیدونکو کسانو په نوملړ کې شامل دي. د هغه په خبره د دوی له جملې څخه ۷ تنه یې د اخراجیدونکو مهاجرو په توقیف خانو کې دي. د دوو نوور په اړه یې محکمې د اخراج د توقیف حکم رد کړی دی او په دې اړه وړاندې شوي دلایل یې ناکافي بللي دي.

په بایرن ایالت کې د فامیلي چارو له ټولنې څخه هنریکه پده، د آلمان خبري آژآنس ته ویلي دي چې ټاکل شوی ده یو له دغو دوو مهاجرو څخه به له هغه ځایه هوايي ډګر ته انتقال کړای شي په کوم ځای کې چې نوموړی مهاجر مسلکي زده کړې کوي. دغه افغان ځوان د مسلکي زده کړو په یو مرکز کې د تغذیې او پرستارۍ په برخو کې زده کړې کوي.

په بایرن کې د فاميلي چارو د ټولنې دغه کارکونکۍ توضیحات ورکوي: «ویل شوي دي چې مهاجر له ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو څخه په ډيرو استثنایې مواردو کې اخراج کیږي». نوموړې زیاتوي چې روښانه نه ده چې د دې افغان ځوان په برخه کې څه ډول ځانګړې استثنا موجوده ده.

تر اوسه پوري د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د دغو مهاجرو په ډله کې چې ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ به له فرانکفورت هوايي ډګر څخه کابل ته انتقال شي، له هامبورګ څخه ۴ تنه رد شوي افغان مهاجر، ۴ له بادن ورتمبرګ ایالت، همدارنګه یو تن مجرم مهاجر له راینلنډ فالتڅ او احتمالاً یو تن له نورد راین وسفالن ایالت څخه به شامل وي.

همدارنګه د آلمان خبري آژآنس رپوټ ورکړی دی چې ګومان کیږي یو تن مجرم مهاجر له زاکسن ایالت څخه هم په دې ډله کې شامل وي.

افغانستان ته د مهاجرو اخراج په آلمان کې یوه شخړیزه موضوع ده، ځکه په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی دی. د آلمان حکومت د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې تر اوسه پوري په ۷ پروازونو کې ۱۳۲ تنه افغان مهاجر افغانستان ته استولي دي.

زموږ له آرشیف څخه: